د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس او میرمن اوباما د کمکي اختر د مبارکۍ پیغام


بارک اوباما وایي "زه او زما کورنۍ ټولو ته د نیکمرغه اختر مبارکي وايي، اختر مو مبارک شه."
بارک اوباما وایي "زه او زما کورنۍ ټولو ته د نیکمرغه اختر مبارکي وايي، اختر مو مبارک شه."

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس براک اوباما د نړۍ مسلمانانو ته د کمکي اختر مبارکي وویله.

د سپینې ماڼۍ نه خپاره شوي بیان کې راغلي چې زما میرمن میشل او زه په امریکا کې میشت مسلمانانو او د نړۍ مسلمانانو ته د کمکي اختر د رارسیدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وایو.

په پیغام کې ویل شوي چې د اختر ورځ د روژې د میاشتې یو سوغات دی. هغه میاشت چې مسلمانانو پکې خپل روحاني احساس، د شریک ژوند فکر او د حاجت مندو سره د مرستې جذبه ژوندۍ وساتله. همداسې کمکی اختر هم د یو نوي پیل په معنا دی. د دې نمانځل هم ځانته یو مفهوم لري چې د روژې د شکرانې یوه موقع ده.

جمهورریس اوباما ویلي چې دی او میرمن میشل نن د اختر ورځ به زموږ ټولو کورنو ته د خوشالۍ زیري راوړي
جمهورریس اوباما ویلي چې دی او میرمن میشل نن د اختر ورځ به زموږ ټولو کورنو ته د خوشالۍ زیري راوړي

په دې پیغام کې راغلي چې د کمکي اختر ورځ د نړۍ د میلونو مسلمانانو دپاره د یوې ځانگړې ورځ معنا لري. دوي د اختر په سهار د کورو نه ووځي، جوماتونو ته ځي ،په گډه سره مونځ کوي. یو بل ته مبارکي وايي او اختری یو بل ته ورکوي. بیا د خپلوانو او دوستانو کورونو ته ورځي او خوښۍ سره شریکوي. د اختر د ورځې خاص لباسونه او خواړه دا ورځ نور هم خوندوره کوي. په تیره د نجونو دپاره خو دا اختر د ښکلو جامو، نکریزو او بنگړو یوه ځانگړې خوشالي راوړي.

د جمهور رئیس اوباما او میشل اوباما د اختر د تبرکۍ په پیغام کې د امریکایي مسلمانانو د اختر نمانځنه هم یاده شویده. "دا ورځ هر امریکايي ته دا حقیقت ور یادوي چې دلته د هر مذهب او عقیدې دپاره ځای او احترام موجود دی. په دې تیر کال کې د نیویارک ښار مکتبونو په خپله جنترۍ کې د عیسویانو د کرسمس، د یهودانو د هانیکه،او نورو مذهبونو د خاصو ورځو سره د مسلمانانو د اختر ورځ هم په رخصتیو کې شامله کړه. چې دا په دې معنا ده چې امریکا د گڼو مذاهبو او کلتورونو گډ کور دی."

جمهورریس اوباما په خپل پیغام کې د هغه روژه ماتي د میلمستیا یادونه هم کړې چې د ده لخوا په سپینه ماڼۍ کې د مسلمانانو د ټولنې استازو ته ورکړل شوې وه
جمهورریس اوباما په خپل پیغام کې د هغه روژه ماتي د میلمستیا یادونه هم کړې چې د ده لخوا په سپینه ماڼۍ کې د مسلمانانو د ټولنې استازو ته ورکړل شوې وه

جمهور رئیس اوباما په خپل پیغام کې د هغه روژه ماتي د میلمستیا یادونه هم کړې چې د ده لخوا په سپینه ماڼۍ کې د مسلمانانو د ټولنې استازو ته ورکړل شوې وه.

په دې میلمستیا کې جمهور رئیس اوباما وايي چې د مسلمانانو د ټولنې د هغو مشرانو سره مې ولیدل چې تل په امریکايي ټولنه کې د اسلام سره د خلکو د آشنایی او د ټولنو ترمنځ د یو والي دپاره کار کوي.

د دې روژه ماتي نه پس یو مسلمان گډون وال د امریکا د جنوبي کرولینا ایالت د چارلسټن ښار د هغو کلیساگانو دپاره په پینځه اویا زرو ډالرو په را غونډولو کې مرسته وکړه، کومې کلیسیاوې چې په وروستیو بلواگانو کې سوزیدلې وې. جمهور رئیس اوباما وايي چې د امریکا ولس که هغه د هر مذهب او مسلک خاوندان وي، باید د خپلې دیموکراسۍ د حفاظت او د هیواد د قوت دپاره شریک کار وکړي.

جمهور رئیس اوباما ویلي چې دی او میرمن میشل په دې باور دي چې نن د اختر ورځ به زموږ ټولو کورنو ته د خوشالۍ زیري راوړي. دلته امریکا او ټوله نړۍ کې به د خوشالیو ډکه ورځ وي. "زه او زما کورنۍ ټولو ته نیکمرغه اختر مبارکي وايي، اختر مو مبارک شه."

XS
SM
MD
LG