د لاس رسي وړ اتصالات

بارک اوباما او د هغه جمهوري غوښتونکی سیال د دوشنبې د ورځي د مناظرې نه ورسته خپلي انتخاباتي مبارزې بیرته پیل کړې


د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه د عراق ولس څه وایي
د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه د عراق ولس څه وایي

د امریکا جمهور ریس بارک اوباما او د هغه جمهوري غوښتونکی سیال د دوشنبې د ورځي د مناظرې نه ورسته خپلي انتخاباتي مبارزې بیرته پیل کړې دې. دواړه کاندیدان په پام کې لري چې یو شمیر ایالتونو ته سفر وکړي. جمهور ریس اوباما به مخکې له دې نه چې اوهایو ته ولاړ شي په فلوریدا کې کمپاین وکړي. په اوهایو کې به هغه د خپل مرستیال جو بایډن سره په ګډه کمپاین وکړي.
رامني به نووادا او کولورادو ته ولاړ شي تر څو د خپل مرستیال پال راین سره په ګډه کمپاین وکړي.
د امریکا په وخت د دوشنبې په ماښام په نهو بجو د امریکا د جمهوري ریاست د مقام لپاره دغو دوو سیالانو په درییمې او ورستی تلویزوني مناظرې کې چې د فلوریدا په ایالت کې وشوه برخه واخیستله.
XS
SM
MD
LG