د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر اوباما د کلنیزې وینا مهم ټکي


Барак Обама
Барак Обама

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خپل کلنیزې وینا چې ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ یې ورکړي مهم ټکي د ډیموکرات ګوند پلویانو ته ورکړل. په سپینې ماڼۍ کې د امریکا غږ خبریال کینت کلاین ریپوټ راکوي چې ولسمشر په یوې ویډیو کې راښکاره کېږي چې سرلیک یې دی ،،د تل پاتې امریکا دپاره تګلاره،، په دې ویډیو کې ولسمشر اوباما وايي چې د سې شنبې د ورځې وینا به پر هغه محتوا باندي اضافه کول وي چې هغه تیره میاشت د کنساز په ایالت کې تاسیس کړه.

ښاغلیْ اوباما وايي چې د هغه کلنیزه وینا به پر دې متمرکزه وي چې څنګه حکومت کولای شي د منځنۍ او کښتې طبقې خلګو په مقابل کې لا زیات ځواب ګویه شي.

ښاغلي اوباما داسي وویل: ،،دا شیبه د هغو کسانو دپاره چې د منځنۍ طبقې دي او یا غواړي چې د منځنۍ طبقې په جمع کې راشي د سمیدو او ماتیدو شیبه ده. اوس مهال مونږ کولای شو چې پر دوو لارو ولاړ شو. یوه لاره دا ده چې د لږو فرصتونه او بې عدالتۍ پر خوا ولاړ شو. بله لاره دا ده چې پر یوې داسي لارې مزل وکړو چې په لړ کې یې اقتصادي بیارغونه وشي او داسي اقتصاد رامنځ ته شي چې د ټول دپاره ښه وي نه یواځي د بډایو آمریکایانو دپاره.،،

د یادونې وړ ده چې د ولسمشر اوباما د بیا انتخابیدو د کمپاین مهم ټکی دا دی چې باید په امریکا کې په عواید کې عدم مساوات راکم شي. هغه خپل دریځ داسي ښيي چې د امریکا د منځنۍ طبقې خلګو څخه ملاتړ کوي په داسي حال کې چې جمهوري غوښتونکي بیا د بډایو امریکایانو پلویان دي.

ښاغلي اوباما داسي وویل: ،،تر ټولو مهمه مونږ باید بیرته د امریکا ارزښتونو ته راستانه شو چې وايي د ټولو دپاره عدالت او د ټولو دپاره مسولیت. دا هغه مفکورې دي چې په کار ده مونږ یې پل کړو او زه به په خپلې وینا کې پر دې خبري وکړم چې څه ډول کولای شو دغه مفکورو ته عملي بڼه ورکړو.،،

د یادونې وړ ده چې د ولسمشر اوباما هغه دریځ چې وايي پر بډایو امریکایانو دي مالیات زیات شي، جمهوري غوښتونکي یې په غوصه کړي دي ځکه دوي وايي چې دا کار به په امریکا کې کارونه له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG