د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ولس ته د اوباما وروستۍ وینا


دا د امریکا د متحده ایالاتو ولس ته د جمهور رئیس بارک اوباما وروستۍ وینا ده
دا د امریکا د متحده ایالاتو ولس ته د جمهور رئیس بارک اوباما وروستۍ وینا ده

د جمهور رئیس اوباما د دفتر رئیس دنیس مکدونو وایي " تاسې به د امریکا د راتلونکې په هکله له جمهور رئیس څخه یوه مثبته او له سخاوت ډکه ارزونه واورئ."

د ښاغلي مکدونو په وینا جمهور رئیس به په دې وینا کې تر ډیره په عمل کولو ټینگار وکړي.

خو د امریکا جمهوري غوښتونکي سیاستمداران د جمهور رئیس اوباما له وینا څخه بله تمه لري. دجمهور رئیس د دفتر مشر وایي د ښاغلي اوباما وینا به جمهوري ریاست ته د جمهوري غوښتونکو کاندیدانود د ازارونکو څرگندونو څخه توپیر ولري چې هغوی یې هره ورځ د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې وړاندې کوي.

جمهور رئیس به د سه شنبې په شپه په کانگرس کې د سنا او د استازو د مجلس غړو ته او د سترې محکمې قاضیانو او د امریکا د لوی درستیز په گډون د حکومت لوړپوړو چارواکو ته وینا وکړي. دا وینا به د تلویزیون له لارې په مستقیمه توگه خپریږي.

ملت ته د خطاب وینا د امریکا د اساسي قانون یوه غوښتنه ده. د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو مشر سناتور میچ مکانیل وایي " جمهور رئیس به هڅه وکړي داسې یو ښکلی انځور وړاندې کړي چې اصلا نه شته." هغه له جمهور رئیس غواړي چې په عراق او سوریه کې د اسلامی دولت د ډلې د ماتولو پلان ته توجه وکړي.

د گوانتنامو زندان

په ٢٠٠٨ کال کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهور رئیس بارک اوباما یوه وعده د گوانتنامو د پوځي زندان تړل وو.

د جمهور رئیس د دفتر رئیس وایي چې ښاغلی اوباما به په خپله وروستۍ وینا کې د گوانتنامو د زندان د تړلو مسله چې کار یې د اوږدې مودې راهیسې ځنډیدلی دی د کانگرس د منظورۍ لپاره وړاندې کړي.

ښاغلي مکدونو وویل که کانگرس په دې هکله اقدام ونه کړي سپینه ماڼۍ به پخپله اقدام وکړي، خو هغه په دې هکله د احتمالي اقداماتو یادونه ونه کړه.

هغه زیاته کړه چې جمهور رئیس اوباما د امریکا د متحده ایالاتو د راتلونکي جمهور رئیس په وړاندې مکلف گڼي اونه غواړي د هغه ځای ناستی هم د ورته چلنج سره مخامخ شي.

جمهور رئیس اوباما ویلي دي چې د گوانتنامو زندنان د القاعده شبکې په شان د سخت دریځو ډلو لپاره د پروپاگند او د جلب او جذب د وسیلې په توگه استعمالیږي او د هغه ساتنه ډیره پانگه غواړي. اوس په دې زندان کې په ترهگرۍ تورن ۱۰۴ بندیان ساتل کیږي.

خو جمهوري غوښتونکو تر اوسه د گوانتنامو زندان د تړلو مخه ډب کړې او نورو هیوادونو د دې زندان د بندیانو د لیږلو په هکله د بارکاوباما طرحه د امریکا د متحده ایالاتو ملي امنیت ته گواښ گڼي.

XS
SM
MD
LG