د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا انتخابات ؛ اوباما د دموکراتانو د ملاتړ لپاره غونډې کوي


ټاکل شوې د امریکا پخوانی جمهور رئیس براک اوباما په دریو ایالتونو کې د کانګریس د منځنۍ دورې انتخاباتو په هلو ځلو کې د دموکرات ګوند د کاندیدانو لپاره انتخاباتي غونډې وکړي.

پدې انتخاباتو کې چې د را راونې نومبر د میاشتې په ۸مې نیټې کیږي معلومه به شي چې د برحال جمهور رئیس جو بایډن دموکرات که سیاسي مخالف ګوند جمهوري غوښتونکي اکثریت څوکۍ او د کانګریس کنټرول ولري.

پخوانی جمهور رئیس اوباما به د مشیګن، جورجیا او ویسکانسن په ایالتونو کې د خپل ګوند د کاندیدانو د ملاتړ لپاره غونډې وکړي.

د ښاغلي اوباما د دفتر لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې هغه به د همدې روانې اکټوبر د میاشتې په ۲۸ مې د اټلانټا او ډیټرایټ او ۲۹ مې د ملواکي په ښار کې د فدرالي او ایالتي مقامونو لپاره د دموکرات ګوند د کاندیدانو په پلوۍ خبرې وکړي.

داسې لیدل کیږي چې ښایي جمهوري غوښتونکي به پدې انتخاباتو کې نه یوازې د استازو په مجلس بلکې احتمال لري د سنا په مجلس کې هم اکثریت څوکۍ وګټي او دا ځل په انتخاباتو کې ځینې داسې جمهوري غوښتونکي هم کاندیدان دي چې په متحده ایالاتو کې د انتخاباتو د بڼې او رای شمیرنې بدلول غواړي.

ښاغلی اوباما به پخپلو خبرو کې رای ورکوونکو ته ووایي چې د دموکرات ګوند غواړي د سقط جنین حق خوندي وساتي خو د خبرو یوه مهم موضوع به یې دا هم وي چې په دموکراتانو دا اعتبار ښه کیدی شي چې انتخابات عادلانه وساتي او هغه هم پداسې حال کې چې په ۲۰۲۴ کال کې به د جمهوري ریاست انتخابات کیږي.

د پخواني جمهور رئیس د دفتر په اعلامیې کې راغلي، " هغه (براک اوباما) په ځانګړې توګه هغو ایالتونو کې د کاندیدانو د ملاتړ لپاره غونډې کوي چې د ۲۰۲۴ کال د ادارې (جمهوري ریاست انتخاباتو) لپاره عواقب ولري".

ها خوا بیا د متحده ایالاتو مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې د جمهور رئیس جو بایډن په مقابل کې ماتې وخوړله، هم په ګڼ شمیر ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو د ملاتړ لپاره غونډې کوي.

ښاغلي ټرمپ پدې غونډو کې داسې نښې څرګندې کړي چې ترې معلومیږي غواړي په ۲۰۲۴ کال کې ځان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید کړي.

ټرمپ لا هم دا ناسمه ادعا کوي چې د جو بایډن په مقابل کې یې انتخابات د ټګۍ برګۍ له کبله بایللي او ځینې داسې جمهوري غوښتونکي په ایالتي انتخاباتو کې کاندیدان دي چې د ښاغلي ټرمپ پدې ناسمې ادعا باور کوي.

په ځانګړې توګه هغو ایالتونو کې چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې پریکړه کونکی نقش لری.

مبصرین چې د متحده ایالاتو انتخابات څاري پدې اند دي چې ښایي ځیني ښي اړخي سخت دریځه کاندیدان د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو ریښتیولي زیانمنه کړي او داسې ویرې هم شته چې همدا کاندیدان ښایي د ټرمپ سره که چیرته هغه ځان کاندید کړي، په ګټلو کې مرسته وکړي او یا داسې کس انتخاب کړي چې د ټرمپ په شان نظر ولري او په ۲۰۲۴ کال کې د انتخاباتو نتیجه ونه مني.

XS
SM
MD
LG