د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې ولیدل


دونالد ټرمپ د امریکا د متحده ایالاتو ۴٥ جمهور رئیس دی
دونالد ټرمپ د امریکا د متحده ایالاتو ۴٥ جمهور رئیس دی

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د راتلونکي منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ سره له کتنې وروسته وویل چې له هغه سره یې هر اړخیز او ښه بحث درلود.

جمهور رئیس اوباما په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په یو لنډ خبري کنفرانس کې وویل چې د واک د ملایم او سوله انتقال په څنگ کې د یو شمیر اداري او دولتي مسایلو په اړه هم خبرې وشوې.

ښاغلي اوباما وویل چې په دوو راتلونکو میاشتو کې به د دونالد ټرمپ ادارې ته د واک انتقال د هغه د کاري اولویتونو څخه وي او د ښاغلي ټرمپ د بریالیتوب لپاره به له هیڅ ډول هڅې څخه دریغ ونه کړي.

ښاغلي ټرمپ وویل ویاړي چې د ښاغلي اوباما سره یې وکتل. هغه زیاته کړه چې دوی د داخلي او بهرنۍ پالیسۍ په هکله خبرې وکړې.

منتخب جمهور رئیس ټرمپ د ښاغلي اوباما څخه په مننې دا هم وویل چې د هغه سره به بیا بیا وگوري.

د امریکا د متحده ایالاتو د لرغوني دود له مخې برحاله جمهور رئیس او اداره منتخب جمهور رئیس ته د مختلفو چارو په هکله معلومات ورکوي او یو ټیم ټاکي چې د واک انتقال په ملایمه او سوله ییزه توگه ترسره شي.

دا لومړی ځل دی چې دونالد ټرمپ د جمهور رئیس اوباما سره مخامخ خبرې کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د سه شنبې د ورځې د انتخاباتو د نتیجو له څرگندیدو څخه څو شیبې وروسته د دونالد ټرمپ سره اړیکه ونیوله او هغه ته یې بلنه ورکړه چې د پنجشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته ورشي.

ښاغلي اوباما د چارشنبې په ورځ هم په یوه وینا کې ښاغلي ټرمپ ته د بریالیتوب مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه که څه هم چې د منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ سره د هغه د نظر اختلاف کومه پټه خبره نه ده، خو خپل ټیم ته یې امر کړی چې ډاډمن شي تر څو منتخب جمهور رئیس ته د واک سوله ییز انتقال په بریالیتوب ترسره شي.

جمهور رئیس اوباما وویل: "د واک سوله ییز انتقال زمونږ د دموکراسۍ یوه اصلي نښه ده چې مونږ به هغه نړۍ ته په ډاگه کړو".

دونالد ټرمپ او بارک اوباما د یو بل سره د اختلاف پراخه سابقه لري، خو په متحده ایالاتو کې د جمهور رئیس د بدلون د لرغونی دود له مخې د قدرت د انتقال لپاره ځانگړی پروگرام په پام کې نیول شوی دی او یو ځانگړی ټیم د برحاله جمهور رئیس څخه منتخب جمهور رئیس او د هغه ټیم ته د واک د انتقال چارې په غاړه لري.

XS
SM
MD
LG