د لاس رسي وړ اتصالات

ایا تر کرسمس پورې به افغانستان څخه امریکايي عسکر ووځي؟ 


د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر دونالډ ټرمپ امنیتي مشاوررابرټ اوبراین وایي‌ چې د روان کال د ډسمبر تر ۲۵ (کرسمس) پورې له افغانستان څخه د عسکرو د وتلو مسئله د ولسمشر یوه «هیله» ده او کوم پوځي فرمان نه دی.

ښاغلي‌ اوبراین ټېنګار وکړ چې د ۲۰۲۱ په لومړیو کې به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته کم شوي.

نوموړي وویل: «دا به ډېر لوی کار شوی وای چې تر کرسمس پورې مو خپل سرتېري کور ته ستانه کړي وای،خو موږ اوس له خپلو اروپايي ملګرو سره په یوې لارې روان یو- افغانستان ته یو ځای تللي یو او یو ځای به ترې راووځو- موږ په داسې یوې لارې کار کوو او داسې ښکاري چې په روان مني کې به ۴۵۰۰ عسکر او د جنوري او فبروري په میاشتو کې به لږ نور عسکر کم کړو.»

د امریکا د ملي امنیت د شورا مشارو نن جمعه اکتوبر ۱۶ (تله۲۵) د «آسپېن انستیتیوت» په یوې انلاین غونډه کې دا هم وویل: «ما په دې اړه د حدس او ګومان په اساس کومه خبره نهده کړې او نه یې هم کوم. زه د ولسمشر په استازیتوب غږیږم.»

ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ په خپل ټویټر کې ولیکل چې تر کرسمس پورې به امریکايی عسکر له افغانستان څخه کور ته ستانه شي.

د افغانستان د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله وویل چې دا کار ښايي په قطر کې په خبرو کې د طالبانو تله درنه کړي.

طالبانو د ولسمشر ټرمپ د دغه ټویټ هرکلی کړی و، خو ښاغلي اوبراین وویل: « زه فکر کوم چې دا د ولسمشر یوه هیله وه چې څرګنده یې کړه. امریکا غواړي چې ووځي، خو که شرایط اجازه ورکړي.»

د امریکا یو لوړپوړي پوځي چارواکي وویل چې ولسمشر ټرمپ په دې مسئلې باندې خبره کړې او اوس د هغه دفتر د دفاع وزارت د پالیسۍ جوړوونکو څانګې «لارښوونو او مشورو ته منتظر» دی.

د ناټو عمومي منشي د ښاغلي ټرمپ له ټویټ څخه وروسته ویلي وو: «موږ به افغانستان کې د خپل راتلونکي ماموریت په اړه مشوره وکړو، مهمه داده چې موږ خپلې هڅې همغږې کړو... دا زموږ د ټولو شریکانو هڅې دي او زموږ کار به د شرایطو په اساس وي، موږ شرایطو ته په کتو پرېکړه کوو، ځکه فکر کوو ډير مهمه ده چې خپلو ژمنو ته دوام ورکړو.»

نوموړي ویلي وو چې ناټو د افغانستان امنیت ته ژمنه ده.

له افغانستان څخه د امریکایي عسکر وتل د طالبانو او امریکا ترمنځ د قطر د سولې د تړون عمده برخه ده.

د تړون په اساس ۵۰۰۰ طالب زندانیان خوشې شول او اوس پهد افغانستان د «اسلامي جمهوریت» او طالبانو د سولې د مذاکره کوونکو ډلو ترمنځ‌خبرې روانې دي چې د افغانستان جګړې ته د حل لاره ومومي.

XS
SM
MD
LG