د لاس رسي وړ اتصالات

انتوني بلینکن: راځئ د مسلمانانو په ملاتړ د کرکې په وړاندې مبارزه وکړو  


 
 

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۴) د اسلام فوبیا یا اسلام څخه د کرکې په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوې اعلامیه کې په نړۍ کې هغو خلکو ته د پاملرنې غږ کړی چې د خپل شناخت، کړنو، اسلام ته د مشرف کیدو او یا هم مسلمانۍ له امله ځورول کیږي، بندیان کیږي، نیول کیږي او یا وژل کیږي.

اعلامیه کې ویل شوي چې متحده ایالات به د هغو کسانو له وړتیاوو څخه دفاع ته دوام ورکړي‌ چې د خپلې عقیدې پر اساس ژوند کوي او د هغو کسانو په استازیتوب خبري کوي چې ددې کار له کولو منع شوي دي.

اعلامیه کې څرګنده شوې:" په داسې حال کې چې په نړۍ کې مسلمانان د روژې مبارکې میاشتې لپاره تیاری نیسي، د روژې نیولو او د ټولنو د مراقب وخت دی، راځۍ کار وکړو څو دلته په متحدو ایالتو او بهر کې له دې کرکې سره مبارزه وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د اسلام فوبیا سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې بیانیې کې ویلي" زموږ پام متمرکز او د داسې اقدام غوښتونکي یو چې د مسلمانانو پر ضد د کرکې زهر له منځه یوسو."

نوموړي څرګنده کړې کابو دوه میلیارده انسانان په خپلو ټولنو کې انسانیت ته وده ورکوي، خو ډیری وختونه د خپل دین له امله له تبعیض او تعصب سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه، مسلمانان د تعصباتو او اسلامي ټولنې د بد نومې کولو په نسبت، له فردي بریدونو، له سپکاوي ډکو څرګندونو او په ناحقه له پړ کیدو څخه ځوریږي.

ګوتیریش وویل:" څه باندې زر کاله کیږي چې د اسلام د سولې، شفقت او رحمت پیغام خلکو ته‌ په ټوله نړۍ کې الهام ورکړی دی."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي د نړۍ په بیلابیلو برخو کې مسلمانان ډیری وختونه د مذهبي باورونو له امله له تعصب او کرکې سره مخ کیږي.

ملګرو ملتونو تیر کال د مارچ ۱۵ نیټه له اسلام فوبیا یا له اسلام څخه د کرکې په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي د مارچ ۱۵ څلور کاله مخکې د نوې زیلانډ په کریسچرچ کې پر دوو جوماتونو د ترهګریزو بریدونو د څلورمې کلیزې سره سمون خوري.

د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۵ نیټه یو وسله وال کس په دوو جوماتونو کې ۵۱ کسان ووژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي هر کس په هرځای کې فکري آزادي ، د مذهب او بارونو د بدلیدو آزادي لري او دا ازادي هم لري چې دین ونلري.

په اعلامیه کې ویل شوي چې هر کس په فردي او یا هم ډله ایزه توګه له نورو سره، په عمومي او یا هم خصوصي ډول دا آزادي لري چې خپلې مذهبي چارې پر مخ بوزي.

XS
SM
MD
LG