د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې وچکالي ښايي سږکال ختمه شي


سږکال په بدخشان کې بیا د واورو اوښت د مرکز او یو شمیر ولسوالیو ترمنځ لارې بندې کړي دي
سږکال په بدخشان کې بیا د واورو اوښت د مرکز او یو شمیر ولسوالیو ترمنځ لارې بندې کړي دي

د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله په افغانستان کې په ځانګړي ډول په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د روان میلادي کال ۲۰۱۹ په لومړۍ میاشت کې د عادي حالت څخه پورته د واورو او باران اورښت شوی، چې په دغه هیواد کې یې د وچکالۍ د اغیزو کمېدو هیلې زیاتې کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د " ایل نینو" په نوم د اقلیمي وضعیت د بدلون په اړه په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې په داسې حال کې، چې اوس مهال د افغانستان لویه برخه د وچکالۍ تر اغیز لاندې ده، د واورو او باران اضافي اورښت به د اوبو زېرمو له زیاتېدو سره مرسته وکړي او ورسره به د وچکالۍ اغیزې هم راکمې کړي.

د " ایل نینو" پیښې د استوا خط او پاسفیک په حوزو کې د پرتو هیوادونو په اقلیم اغیرې پریباسي او په هرو څو کلونو کې په غیر معمول ډول د ګرمې هوا او د بادونو د الوتلو سبب هم کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" تمه ښودلې، چې د وارو او باران اورښت چې په وروستیو دریو اونیو کې د شلو څخه زیاتو ولایتونو کې شوی، په افغانستان کې به د روانې وچکالۍ حالت څخه په وتلو کې مرسته وکړي.

" اوچا" په دغه راپور کې ویلي " په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ژمي مرطوب فصل د معمول پر خلاف له وخت وړاندې پیل شو، چې د واورې د اوبو ظرفیت زیاتوي او ممکن د ۲۰۱۹ میلادي کال په پسرلي او دوبي کې به د فصلونو لپاره د اوبخور او څارویو ته د واښو د زیاتېدو په برخه د اوبو زیرمې زیاتې کړي".

خو " اوچا" په دغه راپور کې ویلي، دا چې د واورو او باران اورښت به د اوبو د زېرمو د زیاتېدو سره څومره مرسته وکړي او که نه، دا به د روان میلادي کال لومړیو درې میاشتو د تېرېدو وروسته معلومه شي.

" اوچا" وايي د " ایل نینو" په نوم اقلیمي پیښې کېدای شي په افغانستان کې د نورو طبیعي خطرونو سبب هم شي.

" اوچا" په خپل دغه راپور کې په وچکالۍځپلو سیمو کې د لوړ رطوبت له امله د سېلابونو راوتل، ځمکې ښویېدل او د حشرو په واسطه د فصلونو له منخه وړلو احتمالاتو یادونه هم کړې او ویلي دي، چې دا په افغانستان کې د خوړو مصونیت ته نور هم زیان ورسوي.

" اوچا" وايي، بشري مرستو رسونې ادارې وضعیت له نږدې څاري او د دغو احتمالي حالاتو د پېښدو لپاره د مرستې رسولو پلان باندې کار کوي.

د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم تمه لري، چې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د واورې او باران اورښت به د وچکالۍ د اغیزو په کمېدلو کې مرسته وکړي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تمه لري، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې به د تېر کال پرتله د وچکالۍ اغیزې کمې وي.

د افغانتسان د کرهڼې وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې په روان لمریز ۱۳۹۷ کال کې په ۲۲ ولایتونو کې وچکالۍ اغیزې زیاتې وې.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په دغو ولایتونو کې تر۶۰ فیصدو پورې د څارویو واښه او خوراکي توکي کم شوي وو.

ملګري ملتونه وايي، روانې وچکالۍ له یو شمېر ولایتونو څخه تر ۲۵۰ زرو پورې خلک نورو سیمو ته کډه کولو ته اړ کړي دي.

د افغانستان د هوا پیژندنې ملي اداره وايي، چې د سلواغې په روانه میاشت کې په یو شمیر ولایتونو کې د واورو او باران د اورښت امکان شته دی.

XS
SM
MD
LG