د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د داعش او طالبانو جګړو۳۰۰۰ کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي


د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي په تیرو دریو میاشتو کې له دوه سوو زرو زیات افغانان د طبیعي پیښو او جګړو له امله بې ځایه شوي.
د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي په تیرو دریو میاشتو کې له دوه سوو زرو زیات افغانان د طبیعي پیښو او جګړو له امله بې ځایه شوي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو ترمنځ د روانو نښتو په اړه په یو راپور کې، چې نن د پنجشنبې په ورځ ( وري ۱۵ مه) یې خپور کړی ویلي، چې د دغو جګړو له امله درې زره یوسل او دولس کورنۍ خپلو سیو پریښودلو ته اړ شوي دي.

" اوچا" ویلي، چې دا کورنۍ، د دیوګل، کونګل او مانار له کلیو چې د غړو شمیر یې ۲۱ زرو ته رسیږي او د چپې درې د ولسوالۍ د اوسیدونکو نیمايي شمیر جوړوي د پیچ ولسوالۍ، د کونړ ولایت مرکز او د ننګرهار ولایت ته کډه شوي دي.

" اوچا" ویلي، دا جګړې هغه مهال پیل شوي، چې د نوي لمریز ۱۳۹۸ کال د پیل دوه ورځې وروسته د اسلامي دولت یا داعش جنګیالیو د کونړ ولایت د چپې درې په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو باندې بریدونه وکړل.

" اوچا" ویلي، کیدای شي، د دغو جګړو له امله نورې کورنۍ هم زیانمنې شوې وي، خو په سیمه کې د طالبانو د تلاشۍ د پوستو د شتون له امله هغوی به خپلو سیمو پریښودلو امکان نه وي ترلاسه کړی او یا به نورو غرنیو سمیو ته کډه شوي وي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اندیښنه ښودلې، چې کیدای شي د بې ځایه شوو کورنیو شمیر به د جګړو د دوام له امله زیات شي.

" اوچا" په دغو جګړو کې د سر د زیان په اړه څخه نه دي ویلي.

په سیمه کې یو شمیر اوسیدونکو امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د چپې درې په ولسوالۍ کې جګړې کمې شوي، خو د ښکیلو غاړو وسله وال لا هم یو بل ته په مرچل کې ناست دي.

د بلې خوا د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندانۍ ادعا کړې، چې د کونړ په چپه دره کې د وسله والو طالبانو او د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو ترمنځ د جګړو په پراخیدو په دغه ولسوالۍ کې ۵۵ طالب وسله وال د افغان پوځ سره یوځای شوي دي.

د سیلاب قول اردو دغه ادعا لا طالبانو نه ده تائید کړې.

XS
SM
MD
LG