د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي ګواښونو له امله زابل او نیمروز کې ۱۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي


تیره میاشت د کلات پر مرکزي روغتون د وسله والو طالبانو په یو برید کې د دغه روغتون ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوه.
تیره میاشت د کلات پر مرکزي روغتون د وسله والو طالبانو په یو برید کې د دغه روغتون ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوه.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" په یوه تازه راپور کې، ویلي، چې د زابل او نیمروز په ولایتونو کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو د ګواښونو له امله ۱۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

" اوچا" په دغه راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ ( تلې ۲۴ مه) یې خپور کړی ویلي، چې د ناڅرګندونو دلایلو له مخې په دغو دوو ولایتونو کې روغتیایي مرکزونو د تړلو له امله تر دوه سوو زرو پورې خلک د روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي څخه محروم شوي دي.

"اوچا" ویلي " د دغو روغتیایي مرکزونو د بیرته پرانیستلو لپاره خبرې روانې دي".

زابل کې دا کلینکونه په داسې حال کې تړل شوي، چې د تیرې میلادي میاشتې سپټمبر په ۱۹ مه د دغه ولایت په مرکز کلات کې د وسله والو طالبانو په یو برید کې د ولایت مرکزي روغتون ډیره برخه ویجاړه شوې ده.

" اوچا" وايي، چې په زابل کې تر ۶۰ فیصدو پورې اوسیدونکي روغتیایي مرکزونو ته د دوو ساعتونو په فاصله کې ژوند کوي.

د " اوچا" د دې راپور دمخه د زابل په ولایت کې ولایتي چارواکود تیرې یکشنبې په ورځ ( تلې ۲۱مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي وو، چې د شاجوې په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله د چینو روغتیايي مرکز او هم د دغې ولسوالۍ روغتیايي مرکز تړل شوي دي.

د دغو مرکزونو د تړلو وړاندې د زابل مرکز او د شهرصفا ولسوالۍ کې هم ۶روغتیايي مرکزونه تړل شوي وو.

ملګري ملتونو د یو راپور له مخې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د لومړۍ ورځې راهیسې د سپټمبر تر ۱۱ مې پورې په افغانستان کې د مرستې رسونې د کارکوونکو پر وړاندې ۳۱۹ امنیتي پیښې شوي دي.

د ملګرو ملتونو له خوا په دې ۳۱۹ ثبت شوو پیښو کې نږدې نیمايي یې د بشري مرستو د رسوونکو پر وړاندې د مستقیم او غیر مستقیم تاوتریخوالي په ډول ترسره شوي دي.

د دغه راپور پر اساس په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۱۹ مرستې رسونې کارکوونکي وژل شوي، ۳۱ تنه ژوبل شوي او ۳۳ نور تښتول شوي دي.

XS
SM
MD
LG