د لاس رسي وړ اتصالات

"اوچا" فاریاب د سرحوض قحطۍ وهلې کورنۍ میمنې ته لیږدول شوي


افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" په خپل یو تازه رپوټ کې، چې نن د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي، چې د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ د "سرحوض" د کلي درې سوه کورنۍ ، د هوا له لارې د دغه ولایت مرکز د میمنې ښار ته لیږدول شوي دي.

د " اوچا" د راپور له مخې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ د "سرحوض" د کلي پر اوسیدونکو باندې د تګ راتګ ټولې لارې تړلې وې، چې له امله په دغه کلي کې شاوخوا ۲۱۰۰ اوسیدونکي د خوراکي توکو او نورو اړتیا وړ موادو د کمي سره مخ وو.

دمخه د فاریاب د ولایتي شورا یو شمیر غړو رسنیو سره په خبرو کې په دغه کلي کې د بشري ناورین د پیښیدلو خبرداری ورکړی وو.

په ځینو ناتائید شوو راپورونو کې په دغه کلي کې د خوراکي توکو د کمښت له امله د یو ماشوم د وژل کیدو رپوټونه هم ورکړل شوي وو.

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش د وینا له مخې په دغه کلي کې اکثره اوسیدونکو د طالب وسله والو پرخلاف ټوپک اخیستی وو او د سیمه ییزو پاڅون کوونکو په ډله کې تنظیم شوي وو.

وسله والو طالبانو دا کلی د اوږدې مودې راهیسې محاصره کړی وو.

تیره اونۍ د دې کلي څخه ټول اوسیدونکي د فاریاب ولایت مرکز ته ولیږدول شو او دا کلی هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورغی.

د بلې خوا د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" د فاریاب ولایت د اندخوې په ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په پایله کې د دغې ولسوالۍ په زرګونو اوسیدونکو د بې ځایه کیدو خبر هم ورکړی دی.

د افغانستان د مهاجرینو او ستندیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، چې یوازې ۲۰۱۸ کال کې، چې پای ته رسیدلو ته یې له دوو اونیوڅخه کمې ورځې پاتې دي ۶۵۰ زره افغانان د جګړو او وچکالۍ له امله دننه په خپل هیواد کې بې ځایه شوي دي.

د مهاجرینو او ستندیدونکو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ کابل کې د مهاجرت د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې دا وزارت د ۸۴ زرو کورنیو لپاره د مرستې امکانات لري، خو د شاوخوا ۲۸ زره نورو سره د مرستې لپاره هیڅ امکانات په لاس کې نه لري.

د دې سربیره په روان کال کې له ۸۰۰ زرو څخه زیات نور افغانان د ایران، پاکستان او نورو هیوادونو څخه خپل وطن ته راستانه شوي، چې شاوخوا ۶۵۰ زره یې له ایران څخه افغانستان ته ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG