د لاس رسي وړ اتصالات

په تهران کې د هوا د ککړتیا له وجې ښوونځي تړل شوي


د تهران ښار د هوا ککړتیا - عکس: ارشیف
د تهران ښار د هوا ککړتیا - عکس: ارشیف

د ایران په پایتخت تهران کې چارواکو نن د جمعې په ورځ د هوا د زیاتې ککړتیا له وجې وړوکتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه وتړل.

د ایران دولتي خبري اژانس – ارنا د تهران د والي د مرستیال محمد تقي زاده د قوله لیکلي چې د هوا ککړتیا ښایي سبا د شنبې په ورځ تر دې هم زیاته شي. ښاغلي تقي زاده ویلي چې ځانګړې کمیټې د تعلیمي ادارو د تړلو پریکړه کړې.

په تهران کې ټول ورزشي فعالیتونه هم لغوه شوي او چارواکو د خلکو نه په ځانګړي ډول د پاخه عمر او ماشومانو نه غوښتي چې د ضرورت پرته دې ښار ته نه ځي.

د تهران ښار د هوا ککړړتیا - عکس: ارشیف
د تهران ښار د هوا ککړړتیا - عکس: ارشیف

د ایران د پلازمینې تهران هوا د نړۍ په کچه تر ټولو ککړه ده.

د تهران هوا د نومبر د میاشتې له نیمایي راهیسې د هوا د ککړتیا خطرناکې کچې ته لوړه شوې ده.

د تهران په ښار کې په سهار کې لمر د هوا د ککړتیا له وجې په مشکل سره لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG