د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې په هوايي بریدونو کې د ۵۰ طالبانو د وژلو ادعا شوې


د کندهار امنیتي مقامات وايې چې د وسله والو طالبانو د یوه لوی برید مخه يې نیولې او په هوايي بریدونو کې يې ۵۰ وسله وال وژلي.

چارواکې زیاته وې چې د کندهار د میوند ولسوالۍ د بند تېمور او په څنګ لوري ولسوالۍ پنجوايي رېګ سیمه کې يې افغان او د قاطع ماموریت هوايي بریدونو کې وسله وال په نښه شوي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې وسله والو طالبانو غوښتل چې پر یوه وخت په یادو دواړو سیمو کې پر امنیتي تاسیساتو بریدونه پيل کړي.

دی زیاته وي "چې وسله وال پر لسو موټرو او ۳۵ موټرسائکلانو غوښتل چې پر یوه وخت بریدونه پيل کړې خو موږ د استخباراتي معلوماتو له مخې هغوی په بند تېمور او رېګ سیمو کې په نښه کړل چې ۵۰ تنه يې وژل شوي او ۲۰ تنه نور يې ټپیان دي او جسدونه يې هم په سیمه کې دي".

د کندهار امنیه قومندان وايي چې د تیري شپې څخه بیا تر نن سهار وختي پورې پر وسله والو طالبانو د عملیاتو پر مهال د قاطع ماموریت هوايي ځواک هم ورسره مرسته کړې.

څلور اونۍ مخکې هم وسله والو طالبانو په میوند او ژړۍ ولسوالۍ کې د ملي پوځ او پوليسو پر مرکزونو ډله ییز بریدونه کړي وو چې په ترځ کې يې تر څلوېښتو زیات د پوځ سرتیري او ۲۷ تنه هم محلي پوليس پکې وژل شوي وو.

د کندهار میوند ،ژړی او پنجوايي ولسوالۍ د کندهار ښار په لویدیځ کې پرتې ولسوالۍ دې چې د هلمند د نا امنیه سیمو او دغه راز له ډیورنډ کرښې سره ګڼي فرعي لاري لري.

خپله وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG