په داسې حال کې چې د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د تیلو قیمتونه لوړ شوي، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که له امریکا سره یوې معاملې ته ونه رسیږي نو له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.
د برینټ نړیوال شاخص خامو تیلو قیمت د چهارشنبې په ورځ شپږ فیصده لوړ شو او د یو بیرل قیمت ۱۱۸ ډالرو ته ورسید.
د تیلو د بیو د لوړوالي لامل د هرمز تنګي د تړل کېدو په اړه د پانګوالو اندېښنې ښودل شوي دي. د نړۍ نږدې ۲۰ فیصده خام تیل له دغه تنګي څخه تیږي.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له ایران څخه وغوښتل چې د خپل اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره یوې موافقې ته ورسیږي، او خبرداری یې ورکړ که کومه موافقه ونه شي، ایران به یې له عواقبو سره مخامخ شي.
د ټروت سوشل ټولنیزې شبکې په یو پوسټ کې ولسمشر ټرمپ ولیکل: "ایران نه پوهیږي څه کوي. هغوی نه پوهیږي چې څنګه غیر اټومي تړون لاسلیک کړي. هغوی باید ژر هوښیار شي."
د سوداګرو او پانګوالو لپاره تر ټولو لویه اندیښنه د هرمز د ستراتیژیک تنګي د بیا پرانیستلو مهال ویش ښودل شوې ده. د دې تنګې تړل کېدو د تیلو ترڅنګ د نړۍ د نورو صادراتي مالونو لیږد هم اغېزمن کړی دی.
د نړۍ ۲۰ فیصده مایع ګاز چې زیاتره یې اسیايي هېوادونو ته ځي، د هرمز له تنګي څخه تیریږي. سره، المونیم او نور سوداګریز مالونه هم د سمندر په دغې لار تیریږي.
فورم \ دبحث خونه