پداسې حال کې چې په نړیوالو بازارونو کې د اسهامو بیې یو څه راټیټې شوي خو د هر بیرل په سر د تیلو بیه له سلو ډالرو څخه پورته شوې ده.
دا بیې ځکه لوړې شوي چې ایران په سیمه کې نوي بریدونه پیل کړي دي او د ایران په وړاندې د امریکا او اسراییلو ګډ پوځي عملیات هم دوام لري.
رپوټونه ښيي چې د سې شنبې په ورځ د برېنټ خامو تېلو بیه د بیرل په سر بېرته له ۱۰۰ ډالرو پورته شوه. لدې سره سم د نړیوالو اسهامو په بازارونو کې هم بیې ښکته شوي او ورسره د پانګهوالو اندېښنې زیاتې شوې دي.
دا بدلونونه یوازې یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې هېواد به یې د پنځو ورځو لپاره د ایران د انرژۍ پر بنسټونو بریدونه وځنډوي. د همدې اعلان له امله د دوشنبې په ورځ د تیلو بیې راټیټې شوې وې او د اسهامو نرخونه پورته شول.
د اقتصادي چارو شنونکي اټکل کوي چې په نړیوالو بازارونو کې د اسهامو نرخونه لا هم د بېثباتۍ له خطر سره مخ دي، ځکه په سیمه کې کړکېچ لا هم دوام لري."
کارپوهان او سوداګر پدې باور دي چې که څه هم د امریکا له لوري له ایران سره د خبرو اترو چمتووالی ښودل شوی دی، د نړیوالې انرژۍ په بازارونو کې به ګډوډي لا دوام وکړي.
بل لوري ته، حکومتونه د پورونو ورکول ځنډوي پداسې حال کې چې بیې یې راټيتې شوي او د امریکایي ډالرو ارزښت لوړ شوی دی.
پانګهوال اوس د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو اترو د جزییاتو په تمه دي.
همدارنګه، د ایران له لوري پر کښتیو باندې د بریدونه په نتیجه کې د هرمز تنګي او د فارس خلیج له لارې د سوداګرۍ او تګ راتګ چارې له ستونزو سره مخ شوي دي.
دا وضعیت د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې، کله چې د امریکا او اسراییلو عملیات پیل شول لا ترینګلی شوی دی.
فورم \ دبحث خونه