د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په کندهار ښار کې یو څارنوال وژلی


د کندهار ښار
د کندهار ښار

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې نن غرمه یو څارنوال په غلچکي برید کې وژل شوی دی.

پېښه د ښار د دوهمي حوزې اړوند له مشرقي لېسې سره رامنځ ته شوې.

د کندهار د پوليسو وياند جمال بارکزي نن سې شنبه ډسمبر ۱۵ (لېندۍ ۲۵) امریکا غږ ته وویل چې برید کوونکی تر پېښې وروسته له سیمې څخه تللی، خو وايي، امنیتي ادارې یې د نیولو په هڅه کې دي.

ده وويل:"د استناف څارنوالۍ د تحقیق څارنوال محمد نبي مظلوم چي په ډنډ ولسوالۍ کې دنده لرله د وسله والو ترهګرو لخوا د دوهمي حوزې په اړوند سيمه کې ترور شوی موږ يې د عاملينو د نيول کيدو په هڅه کې يو."

په کندهار کي د جګړو تر څنګ غلچکي بريدونه هم ډير شوي.

پرون هم ۴ تنه چي ۲ تنه يې پوليس وو د ښار په بيلابيلو برخو کي د غلچکيو بريدونو په ترڅ کې وژل شوي.

تر اوسه چا د نننۍ پېښې مسئوليت په غاړه ندی اخيستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG