د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د فلوریډا په ایالت کې د سمندري ځواکونو په اډه کې ډزې


د امریکا په فلوریدا ایالت کې د امریکایي سمندري ځواکونو اډه
د امریکا په فلوریدا ایالت کې د امریکایي سمندري ځواکونو اډه

مقامات وایي یو بریدگر وروسته له هغې ووژل شو چې د امریکا د فلوریډا په ایالت کې د امریکا د سمندري ځواکونو په اډه کې ډزې وکړلې.

پدغه پیښه کې د برید ګر تر څنګ یو بل تن هم وژل شوی او څو تنه نور ټپیان شوي دي. د قربانیانو هویت تر اوسه ندی څرگند شوی.

ددغې نښتې وروسته د امریکا د سمندري ځواکونو اډه د څو ساعتو لپاره تړلې وه.

د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې پدغه اډه کې ١٦ زره پوځیان او څه دپاسه اوه زره غیرپوځي کارکوونکي کار کوي.

هغه ځای چې ډزې په کې شوي د امریکا د سمندري ځواکونو د مقدماتي زده کړو یو مرکز دی. مقاماتو تر اوسه ددغې نښتې د انگیزې په اړه څه ندي ویلي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په پیښه خبر دی او هغه حالات له نږدې څاري.

دا د امریکا د سمندري ځواکونو په اډه کې په روانه اونۍ کې د ډزو دوهمه پیښه ده.

د چهارشنبې په ورځ هم د هاوایي ایالت د پرل هاربر په سمندري اډه کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو. بریدگر بیا د پیښې په ځای کې ځان وواژه.

XS
SM
MD
LG