د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د داعش ضد عملیاتو پر مهال یو امریکايي سرتیری وژل شوی


د قاطع ملاتړ ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د یو امریکايي سرتیري وژل کیدل تائید کړي.
د قاطع ملاتړ ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د یو امریکايي سرتیري وژل کیدل تائید کړي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ځواکونو ماموریت وايي، چې یو امریکايي سرتیری د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش ضد عملیاتو پر مهال له ټپي کیدو وروسته مړ شوی دی.

دا لومړی امریکايي سرتیری دی، چې له داعش ډلې سره یې په مخامخ جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د قاطع ملاتړ د ځواکونو قوماندانۍ په یو خپور شوي بیان کې ویلي، چې یاد امریکايي سرتیری د شنبې په ورځ ناوخته د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له داعش ډلې سره د جګړې پر مهال لومړی د هاوان د مرمۍ په ډز کې ټپي او وروسته یې ساه ورکړې ده.

په بیان کې راغلي، چې وژل شوی سرتیری د امریکا د ځانګړو ځواکونو د یو ډلګي غړی وو، چې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د وسله‌والو پر ضد عملیاتو کې یې له افغان ځواکونو سره همکاري کوله.

په بیان کې د وژل شوي امریکايي سرتیري د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د روان عیسوي کال په مارچ میاشت کې هم درې امریکايي سرتیري په ننګرهار ولایت کې د داعش د ماینونو د چاودنې په نتیجه کې ټپیان شوي وو.

د ننګرهار ولایت سیمه ایزو چارواکو امریکا غږ ته ویلي، چې تیره اونۍ د پنج‌شنبې په ورځ افغان ځواکونو د داعش ډلې د ځپلو لپاره د دغه ولایت په کوټ او اچین ولسوالیو کې د حمزه په نوم یرغلیز عملیات پیل کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د دغو عملیاتو پر مهال په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې ۲۲ داعشیان وژل شوي دي.

دغه راز، تیره ورځ د ننګرهار سیمه ایزو چارواکو هم په دغه ولایت کې د ۲۴ داعشیانو د وژل کیدو خبر ورکړی وو.

لا تر اوسه د داعش ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د قاطع ملاتړ ځواکونو د ماموریت چارواکي وايي، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې به داعش ډلې ته په افغانستان کې ماتې ورکړي.

د دوی پر وینا، په تیرو دریو میاشتو کې د امریکا هوايي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره څه باندې ۴۵۰ هوايي بریدونه ترسره کړي او یواځې په مارچ میاشت کې ۲۰۰ داعشیان د دغو بریدونو په نتیجه کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG