د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او هندي پوهنتونونه په انلاین بڼه سره نښلول کیږي


افغانستان د روان ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې په میاشت کې په لومړي ځل د لرې واټن څخه د انلاین زده کړو پروګرام پیل کړی دی.
افغانستان د روان ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې په میاشت کې په لومړي ځل د لرې واټن څخه د انلاین زده کړو پروګرام پیل کړی دی.

افغان او هندي چارواکو نن د سه شنبې په ورځ (کب ۲۸ مه) په انلاین بڼه د دواړو هیوادونو د پوهنتونونو د نښلولو لپاره یو تړون لاسلیک کړی دی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا تړون د دغه وزارت او د هندوستان د انکشاف د وزارت د چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، د دغه تړون له مخې به د افغانستان پوهنتونونه د" سوایم" (SWAYAM)په نوم د هندوستان د زده کړو سیستم ته لاس رسی ترلاسه کړي.

فیصل امین وویل، چې د دغه تړون د لاسلیک هدف د هندوستان د علمي او تعلیمي موسسو سره د اړیکو لا ټینګیدل او د دغو دوو هیوادونو ترمنځ په الکټرونیکي بڼه د زده کړو د بهیر پراخیدل دي.

ښاغلي امین وویل " په عملي ډول به پر دغه ټړون د اپریل له میاشتې (بله میاشت) کار پیل شي. هغه پوهنتونونه، چې په لومړي پړاو کې به په دې پروګرام کې شامل شي، د تړون متن ته په پاملرنې د کابل، بلخ، هرات،پولیتخنیک، کندهار، د خوست شیخ زاید او د ننګرهار پوهنتونونه شامل دي".

د دې پروګرام له مخې د افغانستان د پوهنتونونو تعلمي پروګرامونه هم د انلاین په بڼه موندل کیدلی شي او د " سوایم" د کړنلارې له مخې په وړیا ډول محصلین ورڅخه ګټه واخیستلی شي.

افغانستان تازه د انلاین لارې د لرې واټن څخه د زده کړو پروګرام پیل کړی دی.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې په افغانستان د لرې واټن څخه د انټرنیټ په مټ د انلاین لوړو زده کړو پروګرام د " د افغان ایکس" په نوم ترتیب شوی، چې په انټرنیټ کې په همدې نوم موندل کیدلی شي.

په دغه تړون کې هندوستان له خوا انلاین کورسونو ته پراختیا ورکول، د هندوستان په روباتیک پروژه کې د افغانستان شاملول، د افغانستان د لوړو زده کړو پر نصاب بیا کتنه او د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت د تخنیکي او مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړول شامل دي.

همداشان د دواړو هیوادونو ترمنځ د محصلینو تبادله، د دواړو هیوادونو له خوا د یو بل هیواد د لوړو زده کړو د اسنادو په رسیمیت پیژندل، د دواړو هیوادونو د معتبرو لوړو زده کړو موسسو ترمنځ د ماسترۍ ګډ پروګرام او د هندوستان لابراتورونو او انلاین کتابتونونو ته د افغان محصلینو او استادانو لاس رسی په دې ټړون کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG