د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالاتو ته د افغانانو د راتګ بهیر بیا پیلیږي


امریکایي چارواکي وایي ټاکل شوې په همدې روانې اوونۍ کې د "متحدینو ښه راغلاست عملیاتو پروازونه" پيل شي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت ویلي چې د افغانستان نه د تخلیې د بهیر پر وخت را ایستل شوي افغانان چې ډیری یې د اروپا او منځني ختیځ په هیوادونو کې ځای پر ځای شوي، متحده ایالاتو ته راوړل کیږي.

د وزارت په اعلامیې کې چې د دوشنبې اکتوبر ۴ ناوخته خپره شوې راغلي، "د متحدینو ښه راغلاست د عملیاتو پروازونه په همدې اوونۍ کې پیلیږي. "

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې متحده ایالاتو ته ټولو نویو راغلو افغان کډوالو ته چې شمیر یې څه باندې ۴۹ زره دی، د لازمي واکسین کولو بهیر بشپړ شو.

په اعلامیې کې ویل شوي، "د متحدینو ښه راغلاست عملیاتو په ټول هیواد کې افغانانو ته چې په اتو نظامي کمپونو کې په موقتي توګه پراته دي، د شري، چیچکو او نورو ناروغیو د واکسین کولو تاریخي بهیر بشپړ کړ.

دا واکسیونه په اروپا او منځني ختیځ کې افغان کډوالو ته چې د تخلیې په بهیر کې رایستل شوي هم ورکول کیږي.

د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د لارښوونو سره سم، هغه افغانان چې د تخلیې په بهیر کې رایستل شوي ، د واکسین کیدو نه وروسته باید لږ تر لږه ۲۱ ورځې په نظامي کمپونو کې تیرې کړي. دغو افغانانو ته د ګوزڼ او کویډ -۱۹ ضد واکسینونه هم ورکول کیږي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت په وزارت کې د روغتیایي څانګې مشر او سلاکار ډاکټر پریتیش ګاندهي وایي د دې واکسین کولو بهیر بشپړیدل د"رایستل شویو افغانانو ته روغتیا ته زمونږ ژمنتیا څرګندوي".

په اعلامیې کې د متحدینو د ښه راغلاست عملیاتو د یو جګپوړي افسر رابرټ فنټن له قوله ویل شوي چې د دې عملیاتو هدف دا دی چې متحده ایالاتو ته ټول راایستل شوي افغانان پداسې حال کې په ټولنو کې ځای پر ځای شي چې ملي امنیت او عامې روغتیا ته پکې لومړیتوب ورکړل شوی وي.

وروسته تر هغه چې طالبانو د اګست په میاشت کې کابل ونیوه لس ګونو زرو افغانانو چې د بهرنیو ځواکونو سره یې د ژباړونکو په توګه یا نورو دندو کې کار کړی و او خپل ژوند یې په خطر کې لیده، ځانونه د کابل هوایي ډګر ته ورسول او په الوتکو کې بهر ته وایستل شول.

د ژباړونکو او هغوي چې د بهرنیو هیوادونو د حکومتونو سره یې کار کړی و، سربیره ګڼ شمیر د خطر سره مخ افغانان هم پدې بهیر کې راایستل شویدي.

XS
SM
MD
LG