د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د اورلنډو برید د "ترهګرۍ او کرکې" عمل وباله


ولسمشر اوباما وویل پر هر امریکايي برید پر ټولې امریکا برید دی
ولسمشر اوباما وویل پر هر امریکايي برید پر ټولې امریکا برید دی

امریکايي ولسمشر باراک اوباما د یکشنبې په ورځ د اورلانډو برید یو ترهګریز او له کرکې نه ډک عمل یاد کړ. ولسمشر اوباما وویل، دا برید ښيي چې، له نژاد، جنسیت، مذهب او قوم پرته، پر هر امریکايي برید پر ټولې امریکا برید دی.

نوموړي وویل" نن د ټولي امریکا خو په ځانګړي ډول زموږ د ملګرو همجنسبازانو لپاره بده او غمړلې ورځ ده ". امریکايي‌ چارواکي وايي چې د اورلندو برید پخپل ډول کې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو خونړی و.

ښاغلي اوباما وویل چې د فدرال ادارې مامورین په سیمه کې دي، چې د برید انګیزه او نور اړخونه معلوم کړي. ولسمشر اوباما زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به د وژل شویو کسانو هویت او نومونه اعلان شي.

خو هغه د قربانیانو له کورنۍ او د اورلنډو له خلکو سره یې خواخوږي وښوده، او وویل چې باید ټول " د امریکا د ساتلو لپاره لاسونه سره ورکړو".

بریدګر څوک و؟

امریکایي رسنۍ وايي بریدګر امریکايي- افغان عمر میرصدیق متین نومیږي او ۲۷کلن و. د هغه مور او پلار له افغانستان نه راغلي، خو په خپله متین په نیویارک ښار کې زېږېدلی و.

د بریدګر د اوسېدو د ځای دغه نایټ کلپ ترمنځ په ګاډي کې دوه ساعته لاره ده.

له هغه سره ټوپک، لاسي بمونه او نور وسایل هم وو، چې په اړه يې پولیس پلټنې کوي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي د بریدګر پلار، صدیق متین، د خپل زوی په دغه کار بخښنه غوښتي او ویلي یې دي، چې د هغه برید مذهبي انګیزه نلري، بلکې زوی یې د همجنسبازانو څخه کرکه درلوده.

همدغې ورځپاڼې د بریدګر د مخکنۍ مېرمنې له خولې لیکلي چې، عمر متین بد چلنده و او رواني تکلیف یې درلوده.

دغې میرمنې چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې نوم خپور شوی نه دی ویلي، چې مېړه یې یوه ورځ کور ته له رسېدو سره سم پر هغې وارونه او ګوزارونه پیل کړل، ځکه چې جامې یې په وخت وینځل شوې نه وې.

د اورلانډو په برید کې ۵۰ تنه ووژل شول او ۵۳ نور ژوبل دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG