د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د اوسکار د فلمونو جایزې


امریکا کې د اوسکار د فلمونو جایزې
امریکا کې د اوسکار د فلمونو جایزې

پرون شپه کینگ سپیچ یا د پاچا وینا د ډیر ښه فلم په توگه د اسکار جایزه ترلاسه کړه. دا چې کومو فلمي لوبغاړو او فلم جوړونکو د اسکار جایزې وگټلې.

پرون شپه د اسکار کانۍ جایزې د بې سارو مراسمو په ترڅ کې وویشل شوې. کینگ سپیچ یا د پاچا وینا فلم تر ټولو ښه وځلید. د پاچاهۍ دې ډرامې لکه څنگه چې اټکل کیده څلور اسکار جایزې وگټلې.

کولن فیرت د کینگ سپیچ په فلم کې د بریتانیې د گنگوړه یا توتله واکمن شپږم جورج په توگه د ډیر ښه لوبغاړي جایزه وگټله.

هغه وویل:

(.. زه داسې احساس کوم چې زما کاري ژوند کم رنگه شوی.)

دا په داسې حال کې دي چې ناتالي پورتمن د بلک سوان یا تورې قازې په نامه فلم په مخکښ رول کې د ډیرې پیاوړې لوبغاړې د اسکار جایزه تر لاسه کړه. او د احساساتو نه په ډکه فضا کې یې وویل:

(.. ډیره مننه. دا لیونتوب دی.)

د فایټر په نامه د بکسینگ د لوبې ډرامې په مرستندویه رول کې دوه لوبغاړو کرستن بییل چې په مخدره موادو د روږدي بوکسر رول یې لوبولې او میلیسا لیو چې بل مرستندویه رول یې درلود د اسکار جایزې ترلاسه کړې.

همداشان د پاچا وینا فلم دایرکټر تام هوفر د پیاوړي ډایرکټر د اسکار جایزه وگټله.

هوفر چې په بریتانیې کې زیږیدلی د سینمایي فلمونو په برخه کې تازه کاره دی او د تلویزیوني ډرامو په جوړ،ولو کې شهرت لري، هغه د هالیود سینما د پیژندل شوي دایرکټر ډیویډ فنچر په مقابل کې بریالی شو چې د فیس بوک په نامه د ټولنیزې شبکې فلم یې دایرکت کړی دی.

د سوشیال نیتورک یا فیس بوک د فلم نمایشنامې د اسکار جایزه ترلاسه کړه چې ارون سورکین برابره کړې وه. دا د بن میزریچ د کتاب په بنسټ لیکل شوې چې تصادفي میلیاردر نومیږي. د فیس بوک فلم د ډیر ښه موزیک جایزه هم وگټله.

د انسایډ جاب په نامه فلم چې د دوه زره اتم کال اقتصادي بحران یې څیړلی د ډیر عالي مستند فلم جایزه ترلاسه کړه. او توی ستورې تري د ډیر عالي کارتوني فلم اسکار ترلاسه کړ.

د بهرنۍ ژبې د فلمونو په ډله کې د اسکار جایزه ډنمارکۍ فلم جوړونکې سوزان بیر وگټله چې د دوو ستونزمنو کورنیو کیسه کوي.

XS
SM
MD
LG