د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمیر طالبانو چې جنګ پرېښي، افغانستان نه وتلي


د وړوکي اختر په ورځو کې ځینو طالب جنګیالیو د کلونو کلونو وروسته خپلې کورنۍ ولیدې.
د وړوکي اختر په ورځو کې ځینو طالب جنګیالیو د کلونو کلونو وروسته خپلې کورنۍ ولیدې.

د کندوز د هغو کلیو اوسیدونکي چې طالبان په کې حاکم دي وايي چې د وړوکي اختر په درې ورځني اوربند کې چې زیات شمیر وسله وال طالبان په ښار کې خپلو کورونو ته راغلل اوس نه غواړي بیرته جګړې ته ستانه شي.

دوي وايي چې ددغو طالبانو یو شمیر یې ایران او یا هم ترکیې ته د مزدورۍ لپاره لاړل ځکه که په سیمه کې پاتي کیدلای نو یا به پولیسو نیول او یا طالبانو په زور جګړې ته هڅول.

د سیمې خلک وايي د دوي په کلي چې کله له طالبانو سره خبرې کوي ددغه دری ورځني اوربند د سکون او ارامتیا یادونه کوي، خو دوي اوس یوې بهانې ته منتظر دي چې که دولت یې له نیولو او بندي کولو ورته تیر شي کیدای شي زیات شمیر له نظامي لیکو راووځي

شاغاسي روفي د خان اباد اوسیدونکی وايي " په دغه اوربند کې ټول خلک خوشاله وو، ځینې طالبان له ۱۲ کالو وروسته خپلو کورونو ته راغلل، اوس د اکثرو طالبانو زړونه له جګړې تور شوي دي، اکثرو خپلو مشرانو ته ویلي چې باید دسولې لپاره هڅه وکړي."

د چاردرې د ځدراڼو اوسیدونکی حکمت الله وايي " له اوربند سره جګړه ډیره راکمه شوې، ما خپله له طالبانو سره خبرې وکړې، هغوي ویل چې نور له جګړو ستړي شوي دي، اکثر طالبان ما ولیدل چې ایران او ترکیي ته د مزدورۍ لپاره لاړل."

د کندوز د سولې د عالي شورا د سیمه ییز دفتر مشر مولوي عبدالبصیر هم وايي چې اوس د طالبانو لیکې ځکه کمزوري شوي دي چې د اوربند پر وخت په زیات شمیر طالبانو له افغان سرتیرو سره له نږدې وکتل او له جګړې کولو اوښتي دي " د درې ورځني اوربند راپه دیخوا د طالبانو په لیکو کې خلک په دې روحیه شوي چې پرون ورسره روغبړ وکړ او نن جګړه وکړو، زما مخکې کاغذ د یو طالب کاغذ دي چې غواړي راشي او له د سولې له پروسې سره یو ځای شي."

د درې ورځني اوربند په نتیجه کې وسله وال طالبان په داسې حال کې له جګړې زړه تورن کیږي چې نن په سعودي عربستان کې هم د اسلامي نړۍ د علماو له خوا په افغانستان کې جګړه فتنه وګڼل شوه.

او د نړۍ علماو غږ وکړ چې باید وسله وال طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG