د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په یوه ورځ د کروناویروس ۵۰زره پېښې


چارواکي وايي د کرونا له کبله تر ټولو ډېر انسانان په امریکا کې مړه شوي
چارواکي وايي د کرونا له کبله تر ټولو ډېر انسانان په امریکا کې مړه شوي

په امریکا کې چارواکي وایي تېره ورځ جولاۍ۲ (چنګاښ۱۲) د کروناویروس څه باندې ۵۰زره نوې پېښې ثبتې شوي دي.

چارواکي وايي د نویو پېښو نیمایي یې په څلورو ایالتونو فلورېډا، اریزونا، کالفورنیا او تکساز کې دي.

د روغتیا مسولین د دغو پېښو په زیاتوالي کې خلک ګرم بولي چې نه ماسک تړي‌، نه د یو بل تر منځ فاصله ساتي‌ او نه هم نورو روغتیایي لارښوونو ته پام کوي.

په امریکا کې اکثریت ایالتونو او ښارونو کې عامه پارکونه، مارکیټونه، عبادتځایونه او نور کاروبارونه او نور تازه پرانیستل شوي دي او هڅه کیږي چې هر څه بېرته عادي شي.

تر دې مخکې د روغتیا چارواکو خبرداری ورکړی و که د کاروبارونو او ژوند د بیا عادي کولو په بهیر کې احتیاط ونشي، ښایي د کروناویروس بله څپه پیل شي.

دا په داسې حال کې دي چې یو شمېر ایالتونو د نویو پېښو له ثبتولو وروسته سمندرغاړې او شرابخانې تړلې او بیا یې محدودیتونه اعلان کړي چې د کروناویروس د خپرېدو مخه ونیسي‌.

دا نوې پېښې داسې مهال ثبتیږي چې امریکا د خپلې ازادۍ د ورځې جشن ته، چې د جولاۍ په څلورمه ده، تیاری نیسي او په ډېرو ښارونو کې لویې او سترې غونډې پلان شوي.

کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس، کروناویروس د جمعې د ورځې جولاۍ۳ (چنګاښ۱۳) تر سهار پورې په امریکا کې ۱۲۸۷۴۰ کسان مړه کړي او نژدې ۲.۸ میلیون نور پرې اخته دي.

د کروناویروس له کبله تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې څه باندې ۵۲۰زره کسان مړه شوي‌ او شاوخوا ۱۱میلیون نور انسانان پر اخته دي.

XS
SM
MD
LG