د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د بس او ټانکر ټکر ٣٢ تنه ووژل


پاکستان کې د بس او ټانکر ټکر ٣٢ تنه ووژل
پاکستان کې د بس او ټانکر ټکر ٣٢ تنه ووژل

په پاکستان کی یو بس موټر د تیلو د یوه ټانکر سره ټکر کړئ چی د اور په لمبو کی یی ٣٢ تنه مړه او لږ تر لږه نهه تنه زخمی شوي دي.

بس د سند د ایالت له مرکزي ښار کراچئ نه د سکهر ښار ته روان وو، موټروان یې خوب وړئ ؤ او د موټر کنټرول یی د لاسه ورکړئ ؤ.

پولیس وایی دغه پیښه نن سهار وختی شوې او په مړو کی ښځې او ماشومان هم شامل وو

پاکستان د هغه ملکونو د جملی نه دئ چی پکی ډیری ترافیکی پیښی کیږي او علت یی خراب سړکونه، زاړه موټر او بی احتیاطه موټر چلول بلل کیږی.

XS
SM
MD
LG