د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د نواز شریف او راحیل شریف سفر، ولې مهم دی؟


دا په تېرو څو کلونو کې دویم ځل دی چې نواز شریف کابل ته ځي.
دا په تېرو څو کلونو کې دویم ځل دی چې نواز شریف کابل ته ځي.

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د سه شنبې په ورځ کابل ته ځي. دا په پاکستان کې د ٢٠١٣ کال د انتخاباتو له گټلو ورسته افغانستان ته د ښاغلي شریف دویم سفر دی.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم تیر کال پاکستان ته تللی و او ټینگار یې کړی دی چې د سیمې د امنیت لپاره د اسلام اباد مرستې ضرورې دي.

په پېښور کې د سیاسي چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی وایي چې د دغه سفر مهم ټکی دا دی چې د پاکستان لومړی وزیر او د پوځ لوی درستیز یو ځای کابل ته ځي.

دی وايي" د نواز شریف سره جنرال راحیل شریف هم ملگری دی. دا ظاهره ده چې دوی چې کومې فیصلې کوي دواړه به په کې شامل وي. دا د افغانستان د حکومت هم خواهش وو چې د پاکستان د حکومت مشر او د پوځ مشر یو ځای افغانستان ته سفر وکړي. ځکه چې هغوی دا فکر کوي چې په پاکستان کې پوځ ډیر زیات قدرت لري"

هغه زیاتوي چې پاکستان په طالبانو دفشار زیات کړیدی چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي خو، وایي چې د سولې په خبرو کې د اشرف غني سره په هیواد کې دننه نور لوړپوړي چارواکي همغږي نه دي چې دا د سولې د لارې خنډ بلل کیږي.

دی وايي " اشرف غني خو غواړي چې اړیکي ښې شي. هغه اخلاص مند کس دی. خو د هغه لاندې چې کوم چارواکي دي. هغوی ورسره مرسته نه کوي. "

په سیمې کې د سولې لپاره د گاونډي هیوادونو د یو بل سره مرسته ضروري ګڼل کیږي، سره له دې چې د پاکستان او افغانستان پخوانۍ اړیکي ښې نه وې خو، اوس دواړه هیوادونه وایي چې د سولې لپاره به د یو بل ملاتړ کوي.

په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند واېي چې د پاکستان او افغانستان د مشرانو ترمنځ ډېر تګ راتګ او لیدل کتل په سیمې کې د سولې لپاره مهم دي.

هغه وایي" پاکستان او افغانستان لا په ډېرو مسایلو کې د یو بل سره جوړ ندي، د مثال په توگه د سولې خبري، اقتصادي بهیر، په افغانستان د پاکستان د سیاست اغیز، د طالبانو د پناه ځایونو د منځه وړلو مسله او داسې نورې ځیني مسلې لا تر اوسه موجودي دي. د دی مسلو حل به د دغه شان ملاقاتونو او په خبرو اترو ممکنه شي.

د افغانستان په کورني سیاست کې د پاکستان د مداخلې ادعا او له طالبانو نه د پاکستان د ملاتړ تورونه هغه مسایل دي چې ډیر وخت به وغواړي چې کابل په اسلام اباد باور وکړي چې د سولې لپاره په نیک نیت کار کوي.

ښاغلی ځلاند واېي چې باید مونږ د مثبتو نتایجو لپاره د زغم نه کار واخلو "مونږ باید یو څه صبر او زغم ته غاړه کېږدو. ځیني مسایل وخت ته ضرورت لري. د نواز شریف افغانستان ته راتگ کېدای شي ډیر گټور تمام شي. د لسیزو د مسایلو حل یوې لسیزی ته اړتیا لري."

د پاکستان او افغانستان په مشرانو د امریکا برسیره د چین فشار هم موجود دی چې په سیمه کې د سولې لپاره پیاوړي ګامونه واخلي.

د چارو کارپوهان باور لري چې په افغانستان کې د ولسمشر غني د راتگ نه ورسته د هغه لخوا له پاکستان سره په ګډه د سولې هلي ځلي زیاتي شويدي.

د پاکستان حکومت او پوځ هم ویلي دي چې په طالبانو یې فشار زیات کړیدی چې د افغانستان د حکومت سره خبرو ته کیني.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG