د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پولیسو د بودا د مجسمو قاچاقبران نیولي


 o.
o.

پاکستانی پولیسو د بودا یوشمیر ډیری پخوانی مجمسې چې قاچاقبرانوکوښښ کاوه د ملک نه یی وباسي او د انتیکو مالونو په نړیوال مارکیټ کی په ملیونو ډالرو خرڅ کړی، نیولی دی.

په دی مجسمو کی زیاتره د بودا مجسمی او نور مربوط مذهبی مجسمی دی چې د ماهرینو پر وینا د دوه زرو کالونو نه زیات تاریخي قدامت لري.

احتمال لري چې دا مجسمی د پاکستان په شمال لویدیځ کې د لرغونو ځایونو نه په غیر قانونی کیندنو کی تر لاسه شوی وي. داخبره سمیع الحق ، د حکومت د لرغون پیژندنی د څانګی رییس کړیده.

شمال لویدیځ پاکستان یو وخت د ګندهارا د بودا د لرغوني سلطنت چې د اوسنی پاکستان او افغانستان سیمه ده یوه برخه وه ، چې د اولی پیړی نه ترپنځمې پیړی پوری په کی دغه سطنت موجود و.

پولیسو دغه مجسمی چې په یو شپږ متره قوتې کې ایښودل شوی وی، اسلام اباد ته په لارې موټر کی وړل کیدی ، د کراچی په بندری ښار کی نیولی دي.

XS
SM
MD
LG