د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د چین خلاف فعالیت نه پرېږدو


پاکستان: د چین خلاف فعالیت نه پرېږدو
پاکستان: د چین خلاف فعالیت نه پرېږدو

پاکستان هوډ کړی چي د یوغور یاغیان به چي په چین کی دننه د حملو او د یاغیانو د روزلو د پاره د پاکستان د قبایلي سیمو نه استفاده کوي، وځپي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک دا خبره پرون د سه شنبې په ورځ د چین د امنیتی چارو د وزیر ( مینګ ژان ژو ) سره د ملاقات په وخت وکړه. هغه پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی و او پرون یې دا سفر ختم کړ. د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو سره د ( مینګ ) د خبرو مهمه موضوع د تروریزم او نورو جنایتونو په خلاف چي ددواړو هیوادونو امنیت د خطر سره مخامخ کوي د همکاریو تقویه کول و.

رحمان ملک وویل چي هر هغه څوک چي د چین دښمن دی، لکه د قومي ازبک بیلتون غوښتونکي او د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک، هغه د پاکستان دښمن هم دی. او موږ به د هغوي په مقابل کي سخته مبارزه وکړو.

چین په قومي یوغوریانو باندي چي یوه اسلامي ډله ده او د چین په لویدیځ کي اوسیږي، تور لګوي چي په اسلامي تروریزم کي لاس لري او هغوي په دې ملامتوي چي د چین د سینکیانګ په لویدیځه سیمه کي مرګانۍ حملې کوي.

( مینګ ) چي د ( رحمان ملک ) سره یوځاي یې خبري کولې وویل چي چین به پاکستان ته یو اعشاریه پنځه ویشت ملیون ډالره اضافي مرسته ورکړي چي د پولیسو قواوي او نوري امنیتي ادارې په تقویه او پیاوړي کړي.

XS
SM
MD
LG