د لاس رسي وړ اتصالات

د چین او پاکستان اړیکې په تیر یوه کال کې څومره ښې شوې


د چین او پاکستان اړیکې په تیر یوه کال کې څومره ښې شوې
د چین او پاکستان اړیکې په تیر یوه کال کې څومره ښې شوې

په تیر یوه کال کې د پاکستان او د امریکا د متحده ایالاتو تر منځ اړیکې د زیاتو ستونزو سره مخامخ وې ، او په همدې خاطر پاکستاني چارواکو په عامه توګه د چین سره د اړیکو په ساتلو باندې ټینګار کړیدی.

کله چې د همدې کال په سر کې د القاعده د شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې ومیندل او ووژل شو، چین لومړنی هیواد ؤ چې د پاکستان سره د همکاري کولو لپاره خپله سینه وډبوله.

د پاکستان د ایبټ آباد په ښار کې د امریکا د خاصو قواوو لخوا د بن لادن په کاله باندې د شپې لخوا برید او د هغه د وژلو نه یوازې دوه اونۍ وروسته چې د پاکستان او د امریکا اړیکې زیاتې خړې پړې وې، صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني چین ته ولاړ او د خلکو تر منځ یې دا ګونګوسې پیدا کړې چې آیا پاکستان خو به دا نیت نلري چې د امریکا پر ځای اوس غواړي چې د چین سره خپلې پوځي او دیپلوماتیکې اړیکې قوي کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یو پخوانی مرستیال انعام الحق وایي چې دا ډول ګونګوسې بې ځایه دي او تر څنګ یې دا هم وایي چې پاکستان پخپله په سیاسي او اقتصادي لحاظ کمزوری دی او په همدې خاطر پکار ده چې د نړۍ د ټولو سترو قدرت لرونکو هیوادونو سره ښې اړیکې ولري.

" پاکستان دا توان نلري چې یو قدرت لرونکی هیواد د بل په مقابل کې ولوبوي. د داسې یوه کار په اړه فکر کول حماقت دی او هیڅ ګټه هم نلري. که څوک دا ډول فکر کوي نو بې ځایه دي او د ګټې پر ځای به یې تاوان زیات وي. "

خو د چین سره هم د پاکستان اړیکې دومره ښې ندي او پخپل ځای زیاتې ستونزې لري. د همدې کال د جولای په میاشت کې په چین کې د یوغور بیلتون غوښتونکو یاغیانو د ژیینګیانګ په سیمه کې زیاته نارامي جوړه کړې وه او په تروریستي بریدونو کې یې لږ تر لږه 20 کسان ووژل.

د یوغور بیلتون غوښتونکي یاغیان زیاتره مسلمانان دي، او د ختیځ ترکستان د اسلامي تحریک سره اړیکې لري. په پاکستان کې په دیره اسلامي ډلو باندې دا تور لګول کیږي چې د دغې ډلې غړو ته روزنه همدي ورکوي.

د پاکستان او چین پوځي او سیاسي مشرانو هوډ کړیدی چې د ترویزم پر ضد به په ګډه مبارزه کوي او په همدې خاطر یې ګډ تمرینونه هم کړیدي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني او د چین د پوځ جګپوړه چارواکو ژمنه وکړله چې دا ډول همکاریو ته به دوام ورکوي.

جنرال پرویز کیاني پدې اړه داسې وایي:

" مونږ د ترکستان د اسلامي تحریک د هغو غړو په مقابل کې د چین سره همکاري کووو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي. مونږ زیاته هڅه کوو چې هغه تندلارې ډلې له منځه یوسو چې د چین لپاره خطر پیښوي. "

په عین حال کې د چین د پوځ د لوی درستیز مرستیال جنرال هو شوسین بیا د پاکستان او چین تر منځ د ګډې همکارۍ په اړه داسې وایي:

" د تروریزم سره د مبارزې په خاطر په ګډه مشق او تمرین کول د سیمه ایزه تروریستي ډلو سره په جګړې کې زمونږ سره مرسته کوي. او په سیمې کې د امنیت او ثبات سره هم همکاري کولی شي. "

سره لدې چې د چین سره د پاکستان د اړیکو د پراخه کولو لپاره په سیاسي ډګر کې ملاتړ زیات دی خو انتقاد کوونکي بیا وایي پاکستان ته پکار ده چې لومړی د خپلو اقتصادي، سیاسي، او امنیتي ستونزو چاره وکړي او تر هغه وروسته دې د چېن سره د پراخه اړیکو په جوړلو باندې فکر وکړي.

XS
SM
MD
LG