د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان خپله بله اتومي بټۍ هم پرانیستله


پاکستان خپله بله اتومي بټۍ هم پرانیستله
پاکستان خپله بله اتومي بټۍ هم پرانیستله

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د چین له خوا جوړه شوې دوهمه اتومي بټۍ پرانیستله.

ښاغلي ګیلاني ددې بټۍ پرانیستل د پاکستان او چین ترمنځ د اتومي ساینس او ټیکنالوجۍ په برخه کي د همکارۍ " یو بل پیاوړی مثال " وباله.

د ٣٣٠ میګا واټو په طاقت دغه بټۍ د پنجاب د ولایت د ( چشمې ) په فابریکه کي چي مخکي لا هغې ته ورته یوه بله بټۍ فعاله ده، نصب شوې ده.

د چین سره قرارداد سوی چی په دې فابریکه کي به دوې نوري اتومي بټۍ هم جوړوي.

ټاکل سوې د پاکستان صدراعظم بله هفته چین ته په سفر ولاړ سي.

د چین سره د پاکستان اتومي اړیکي د امریکا د اندیښنې وړ مساله ده. امریکایي چارواکو په دې هکله په مستقیمه توګه مخالفت نه دی ښودلی، مګر ویلي یې دي چی که چین په ( چشمه ) کي د دریمي او څلورمي بټۍ په جوړولو هم پیل وکړي، نو دا به د هغو تعهداتو سره سم نه وي چي په ٢٠٠۴ کال کي یې کله چي د اتومي موادو د تهیه کونکو په ډله کي شامل سو، کړي وو.

پاکستان تل د انرجۍ د ستونزو سره مخامخ دی چي له کبله یې خلک سختي مظاهرې کوي.

XS
SM
MD
LG