د پاکستان د کرکټ لوبی د ملی ټیم دری هغه لوبغاړی چی په لوبه کی په جعلکارئ او درغلئ کولو متهم شوی، نه به ورڅخ په لندن کې تحقیقات کیږی.
د پاکستان د ټیم یو چارواکئ یاور سعید وایی چی د ټیم کپتان سلمان بټ ، او دوه لوبغاړی محمد اصف ا محمد عامر به پاکستان د کرکټ د بورد مشرانو او برتانیه کی د پاکستان د سفیر مخې ته حاضریږی او د پوښتنو ځواب به ورکوي.
د پاکستان د کرکټ بورډ ویلی دی چی ترڅو چی د تحقیقاتو کومه نتیجه نه وی راوتې ،لوبغاړی به لوبو ته ادامه ورکوی. .
د پاکستان دغه دری لوبغاړی سره د خپل یو بل ملگری په دی متهم شویدی چی دوی د انگلستان سره په خپله وروستئ مسابقه د پیسو د اخیستو په بدل لوبه درغلی کړی او توپ ویشتو کی یی چل کړیدی.
د دی لوبغاړو د درغلیو انکشاف د انگلستان یوی ورځپاڼی د یو قمارباز سره د مخفی مرکی په اساس کړی چی ویل کیږی نوموړی قمار باز لوبغاړو ته د غلط توپ ویشتلو په سر قریب دوه نیم لکه ډالر ورکړی وو.