د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې بیا سختو بارانونو زور اخیستی


تازه بارانونو سیلاب ځپلی پاکستان یو ځل بیا د ستونزو سره مخامخ کړ. ددغو بارانو په سبب د مرستی رسولو کار ټکنی شوی او هغه بحران یې نور هم ژور کړیدی چې په څو لسیزو کې په دغه ملک کې ساری نه لري.

پاکستاني مامورین وايي، د سیلاو اوبو چې د ملک شمال لویزه برخه یې په سختۍ سره وځپله، اوس جنوب خواته مخه کړې اود اندس د سیند په غاړو کې چې سند خواته بهیږي، خپریږي. مامورینو ویلي دي چې تراوسه پورې په دغو سیلابونو کې شپاړس سوه کسان وژل شويد ي.

په سند کې په زرگونو خلکو خپل کورونه خوشی کړي دي، خو ځنی خلک نه غواړي له سیمې نه ووځي، ځکه دوی ددې نه ویره لري چې شته مني به یې ولوټل شي. پاکستاني مقامات هلې ځلې کوي چې بېځایه شوو خلکو سره مرسته وکړي. خو د سختو بارانو له کبله هلي کوپټرونه له الوتنې نه پاتې دي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني د بین المللي ټولنې نه د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې ددغه بحران قابو کول د حکومت له توان نه وتلي دي.

د ملگرو ملتو د مهاجرینود کمیشنری دفتر وايي، چې مامورینو یې د خوراکي موادو، درملو او د پاکې اوبو د کموالي رپوټ ورکړیدی. ناتو ژمنه کړېده چې مصیبت ځپلو سیمو ته بشري مواد ولیږدوي.

د پاکستان جمهوررئیس اصف علي زرداري لندن کې ؤ او هلته یې قربانیانو ته د بسپنې په ټولولو لگیا ؤ او همدارنگه یې د خلکو د گوند په یوې غونډه کې برخه واخیستله. په داسې حال کې چې پاکستان سیلابونو سخت ځپلی دی، اروپا ته دده تگ د خلکو د سخت انتقاد سبب شوید ی.

د نړی د روغتیا سازمان خبرداری ورکړ چې د پاکو اوبو په نشتوالي کې ډیر شمیر پاکستانیان د ډیرو مرضونو لکه د نس ناستې او کولرا د خطر سره مخامخ دي.

سیلابونو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې هم مرگ ژوبله اړولې ده. د لداخ په سیمه کې په دغو سیلابونو کې ١٣٢ کسان وژل شويد ي.

XS
SM
MD
LG