د لاس رسي وړ اتصالات

قریشي: نړۍ دې طالبانو سره جوړجاړی وکړي او د افغانستان شتمنۍ دې ازادې کړي


په افغانستان کې د طالبانو واک ته د رسیدو راهیسې، پاکستاني چارواکو په پرله پسې توګه نړۍ دې ته هڅولې چې د طالبانو په برخې کې واقعیتونو ته وګوري، حوصله دې ورسره وکاندي او آن دا چې نړۍ یې دیته هڅولې چې دغه ډله دې نه منزوي کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اې پي خبري اژانس سره په تازه مرکې کې ویلي، " که هغوي (طالبان) د (نړیوالې ټولنې) غوښتنې پر ځای کاندي، دويته به آسانه شي. وبه منل شي چې د رسمیت پیژندلو لپاره ضروري دي. نړیواله ټولنه هم باید درک کړي چې بدیل څه شی دی؟ نورې کومې لارې دي؟ دا حقیقت دی او دوي ترې مخ نشي اړولی. "

د ټولشموله حکومت جوړول، د اقلیتونو او میرمنو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی او د ترهګرو ډلو څخه لیرې والی د طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې د مهمو غوښتنو څخه دي. ګڼ شمیر هیوادونه او ادارې پدې اند دي چې طالبانو پدې تیرو څو اوونیو کې چې واک ته رسیدلي، دغه غوښتنې یې ندي پر ځاې کړي بلکې سرغړاونې یې هم ترې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې هیواد یې د نورې نړۍ په شان د طالبانو نه دا غوښتنې لري او زیاته یې کړه چې " " مونږ وایو چې پخپل دریځ کې ریښتیني اوسئ. د هغوي (طالبانو) سره په خبرو کې د نوښت نه کار واخلئ. په کوم ډول چې د هغوي سره پخوا چلند کیده، نتیجه یې ورنکړله."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل پدې خاطر چې طالبان وهڅول شي د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني، په کار ده چې د هغوي سره پراختیایي، اقتصادي او د بیارغونې په برخې کې مرستې وشي.

قریشي همدارنګه د متحده ایالاتو، د پیسو د نړیوال وجهي صندوق او نورو هیوادونو نه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني هر څومره ژر چې کیږي، ازاده کړي چې د هغه په قول په افغانستان کې وضعیت عادي شي.

سره لدې چې طالبانو تر اوسه په عمل کې نده ښودلې خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې طالبان اوس د ګاونډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته غوږ نیسي.

د طالبانو نه د ټولشموله حکومت د جوړیدو لپاره د نړیوالې ټولنې د غوښتنې سره سره، د طالبانو د سرپرستې کابینې کې تقریباً ټول غړي طالبان دي او پکې میرمنې، اقلیتونه او د سیاسي ډلو غړي نه لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG