د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو پر خیبر– تورخم د بریدونو مسوولیت واخیست


پاکستاني طالبانو پر خیبر– تورخم د بریدونو مسوولیت واخیست
پاکستاني طالبانو پر خیبر– تورخم د بریدونو مسوولیت واخیست

د پاکستان طالبانو د دوشنبی په ورځ ووdل دوی دا نیت لري چې دغو حملو ته تر هغه وخت پورې دوام ورکړي، څو پورې چې دغه کاروانونه بند شی او په دغو لارو باندې نور تیر نشي.

پولېس وايي چې د اکمالاتو په دغه لاره باندی د برېدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دری کسان ووژل شول او د تېلو شل ټانکرونو ته اور واچول شو. د اکمالاتو دغه لاره د پنجشنبی په ورځ د پاکستان ځايي امنېتی چارواکېو بنده کړی وه.

رپوټ وايی داسی ښکاری لاره په دې سبب بنده شوی وه چې د پاکستان په خاوره کې ددنه د ناټو پر برېد باندی اعتراض وکړی.

د پاکستان چارواکی وايی چې ددوی درې تنه عسکر دناټو په هوايي برېد کې ووژل شول چې اصلی مقصد یې پر هغو افراطېانو باندی برېد وو چې له افغانستان څخه پاکستان ته تښتېدل.

د ناټو سرمنشي د دوشنبی په ورځ د پاکستانی عسکرو په مړینه باندی هغه وخت خواشېنی څرگنده کړله چې د پاکستان له خارجه وزېر شاه محمود قرېشی سره ېې دناټو په مرکزې دفتر کې په بروکسل کې ملاقات وکړ.

اندرېس فوغ راسموسېن پاکستان دې ته وهڅاوه چې د اکمالاتو لاره چې څومره ژرکېدلی شی هغومره ژرېې بېرته خلاصه کړی.

نور تفصيل :

رپوټ وايي دتېرې ېکشنبی په ورځ باندی، ملگرو ملتونو ته د پاکستان سفېر، وېلی وو چې د اکمالاتو لاره به په دې اونی کې بېرته خلاصه کړی شی.

دتور خم بندر لاره چې د خېبر له غاښی نه تېرېږی، دناټو لپاره په افغانستان کې د اکمالاتو ېو ه ډېره مهمه لاره ده چې له پاکستان نه افغانستان ته مواد پکې وړل کېږی.

په افغانستان کې تر ١٥٢ زرو نه ډېری امرېکا يي او دناټوقو اوی پرتی دی چې د ېاغی طالبانو له خوانه روان بغاوت سره په جگړه بوختی دی.

له بل پلوه په پاکستان کې د پېلوټه الوتکېو له خوانه په برېدونو کې زښت ډېرناڅاپي زېاتوالی راغلی دی.

په همدی ترڅ کې ناټو دقواو له خوانه د پاکستان له سرحد نه ور اخوا برېدونه اوتېری وشول چې داسلام اباد او خارجی قواوترمنځ ېې تشنج زېات کړ.

XS
SM
MD
LG