د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې یوه قاضي د نوي نومول شوي صدر اعظم نږقیف امر صارد کړ


 د صدر اعظمۍ د څوکۍ لپاره کاندیدان
د صدر اعظمۍ د څوکۍ لپاره کاندیدان

په پاکستان کې یوه قاضي د مخدوم شهاب الدین د نیولو امر ورکړیدی چې د ولسمشر آصف علي زرداري لخوا د صدر اعظمۍ د څوکۍ لپاره نومول شوی ؤ.

د پاکستان سترې محکمې د تیرې سه شنبې په ورځ صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني وروسته له هغه بې صلاحیته کړ ځکه چې د محکمې دا امر یې ونه مانه چې د ولسمشر آصف علي زرداري په خلاف دې د رشوت خوریو او فساد دوسیه د سره پیل شي.

د یوسف رضا ګیلاني د ګوښه کیدو نه وروسته، د پاکستان واکمن ګوند مخدوم شهاب الدین د صدراعظمۍ د څوکۍ لپاره ونوماوه. د پیل ګوند د دې اعلان نه یوازې څو ساعته وروسته یوه قاضي د شهاب الدین د نیولو امر صادر کړ ځکه په هغه باندې دا تور دی، کله چې د روغتیا د وزارت وزیر ؤ، د بهرنیو هیوادونو نه یې د ایفیډیرین په نامه درمل په زیاته اندازه وارد کړیدي.

د قاضي د دې امر نه مالومیږي چې د پاکستان قضایه قوه او عام ولس د حکومت د لاسه نور تر پوزې راغلی دی. د عرفان په نامه یو دکاندار وایي چې په اوسني حکومت کې ټول مجرمین راټول شویدي.

" ښه به دا وي چې د ملک صدر اعظم داسې کس وي چې هم صادقه وي او هم په رشوت خورۍ کې ککړ نه وي. زمونږ اندیښنه دا نده چې څوک به د دې څوکۍ لپاره راشي، مونږ داسې یو څوک غواړو چې زمونږ لپاره د بریښنا ، تیلو او نورې ستونزې حل کړي ځکه چې مونږ د دې ستونزو د لاسه ډیر کړیږو. "

د پاکستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې ستره محکمه داسې یو صدر اعظم له واکه غورځوي چې په عملاً حکومت چلوي. د یوسف رضا ګیلاني له واکه غورځول د ولسمشر آصف علي زرداري د حکومت لپاره چې په ملک کې د بریښنا د کموالي، بې روزګارۍ، د تندلارو ډلو د بریدونو او د امریکا سره د اړیکو د خړپړتیا سره لاس او ګریوان دی، یو ستر ګوزار دی.

د پاکستان د حکومت سیاسي مخالفینو او د سترې محکمې طرفدارانو د یوسف رضا ګیلاني له واکه غورځیدل ستایلي دي او وایي چې دا د سترې محکمې لخوا د یوه بې کفایته او مفسد حکومت پر ضد یو ښه ګام دی.

په عین حال کې د سیاسي چارو کارپوه احمد رشید وایي چې ستره محکمه د خپلو صلاحیتونو نه تیری کوي او پدې شک لري چې د نوي صدر اعظم په راتګ سره به د محکمې او حکومت شخړه حل شي.

" زه فکر کوم چې دا شخړه به همداسې روانه وي او زه فکر نه کوم چې قاضیان به پدې قناعت وکړي چې هغوي د صدر اعظم د لیرې کولو واک لري، بلکه هغوي غواړي چې پخپله ولسمشر راونیسي. "

ستره محکمه د آصف علي زداري نه غواړي چې د هغو پیسو سپیناوی دې وکړي چې ویل کیږي هغه د سویس په یوه بانک کې جمع کړیدي او د حکومت مخالفین بیا په پاکستان کې د روان سیاسي بحران نه ګټه اخلي او غواړي چې د وخت نه مخکې انتخابات دې وشي.

XS
SM
MD
LG