د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري د دیموکراسۍ پر ضد د دسیسو خبرداری ورکړ


زرداري د دیموکراسۍ پر ضد د دسیسو خبرداری ورکړ
زرداري د دیموکراسۍ پر ضد د دسیسو خبرداری ورکړ

د پاکستان ولسمشر زرداری نن پاکستانیانو ته ویلي چې په دغه ملک کې دې د دیموکراسۍ ضد توطیو ته متوجه واوسي.

هغه دغه خبره په داسې وخت کې کوي چې په پاکستان کې د یوې اوونۍ راهیسي داسې اوازې دي چې د ملکي حکومت او پوځي مشرانو تر منځ اختلافات ډیر شویدي.

جمهور رئیس زرداري په دیموکراتیکه او پاکستان پلوه قوتونو باندی غږ کړی چې د دیموکراسۍ او دموکراتیکو ادارو په خلاف دی هر ډول توطیی شنډی کړي. هغه دغه خبرې د پخواني صدراعظمې، بینظر بهوټو د مړینې په څلورمې کالیزي کې کړیدي.

په ښاغلي زرداري او د پاکستان په حکومت باندی د هغه پټ لیک په سر چې وایی پکښی د امریکا نه د پوځی کودتاه د مخنیوی لپاره مرسته غوښتل شوی وه انتقادونه ډیر شویدي.

د ملکي حکومت او د پاکستان د پوځ چارواکو بیا په دی ورستیو وختونو کې هڅه کړی چی سیاسی ترنګلتیا کمه کړي.

تیره اوونی د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني هغه اوازې رد کړې چی په ګوندې دی هڅه کوی چی د پاکستان حکومت ړنک کړی.

پرون بیا د پاکستان صدراعظم، یوصف رضا ګیلانی، د مطبوعاتو هغه راپورنه رد کړل چی په پلان کی لري چی جنرال کیانی او د ای اس ای مشر د قدرت نه لیری کړي.

XS
SM
MD
LG