د لاس رسي وړ اتصالات

ګیلاني: امریکا د پاکستان په اړه ’ناوړه پروپاګند‘ کوي


جنرال مایک مولن د امریکا د سنا په یوې استماعیه غونډه کې تیره پنجشبنې وویل چې د حقاني شبکې چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی له خوا یې ملاتړ کیږي په کابل کې یې د امریکا پر سفارت باندې په حمله کې لاس درلود او دغه حملې یې پلان کړي وې.
جنرال مایک مولن د امریکا د سنا په یوې استماعیه غونډه کې تیره پنجشبنې وویل چې د حقاني شبکې چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی له خوا یې ملاتړ کیږي په کابل کې یې د امریکا پر سفارت باندې په حمله کې لاس درلود او دغه حملې یې پلان کړي وې.

د پاکستان صدراعظم وايي چې د امریکا ادعاوې چې پاکستان د افغان یاغیانو سره مرسته کوي، په افغانستان کې د امریکا د پالیسۍ په برخه کې مبهم حالت رامنځته کوي.

یوسف رضا ګیلاني د شنبې په ورځ ناوخته وویل چې د واشنګټن د هغه په وینا وروستۍ پروپاګند د پاکستان په برخه کې ناوړه دی او پکي د پاکستان ټولې قربانۍ او لاسته راوړنې د پامه غورځول کیږي.

په عین وخت کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز، ستر جنرال پرویز کیاني د یکشنبې په ورځ خپل ټول سیمییز قوماندانان راوغوښتل چې پر امنیتي وضیعت باندي خبرې وکړي. ښاغلی کیاني چې په پاکستان کې تر ټولو قوي کس بلل کیږي، د واشنګټن تورونه یې رد کړل او وې ویل چې دغه تورونه بې اساسه دي.

امریکا او پاکستان په افغانستان کې د یاغیانو پر ضد په جګړه کې متحدین دي خو پاکستان تیره اونۍ وروسته له هغه نه چې امریکا پرې تور ولګاوه چې د القاعدې سره تړلي شکبې حمایه کوي چې په افغانستان کې امریکايي اهداف په نښه کړي، امریکا ته یې خبرداری وکړ چې ددغه راز خبرو له امله به یو متحده له لاسه ورکړي.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې رییس د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولن د امریکا د سنا په یوې استماعیه غونډه کې تیره پنجشبنې وویل چې د حقاني شبکې چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی له خوا یې ملاتړ کیږي په کابل کې یې د امریکا پر سفارت باندې په حمله کې لاس درلود او دغه حملې یې پلان کړي وې.

دغه راز ښاغلي مولن وویل چې د حقاني شبکه د سپتمبر د ۱۱مې نېټې په حمله کې هم لاس لري چیرې چې د افغانستان په مرکزي برخه کې د ناټو پر یوه پوځي مرکز باندې د موټر بم برید وشو.

د جمعې په ورځ سپېنې ماڼۍ پر پاکستان باندې غږ وکړ چې د حقاني شبکې پر ضد سمدستي اقدامات وکړي تر څو ددې تضمین وشي چې د امریکا او پاکستان خلکو ته د دې ډلې له خوا کوم ګواښ نه دی موجود.

XS
SM
MD
LG