د لاس رسي وړ اتصالات

جان کېري: په افغانستان کې د امریکا رول بدلیږي، ختمیږي نه


جان کري په شمالي وزیرستان کې د ترهگرو شبکو د له منځه وړلو دپاره پوځي عملیات وستایل
جان کري په شمالي وزیرستان کې د ترهگرو شبکو د له منځه وړلو دپاره پوځي عملیات وستایل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د پاکستان د صدراعظم د سلاکار سرتاج عزیز سره په اسلام آباد کې په یو گډ خبرې کنفرانس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترهگرۍ او سخت دریځې پر وړاندې نوې رامنځ ته شوې همکاري وستایله.

ښاغلي کېري د دوشنبې په ورځ پاکستان ته د خپل سفر په لومړی ورځ د هغه هیواد د صدراعظم نواز شریف او د بهرنۍ پالیسۍ په چارو کې د هغه سلاکار سرتاج عزیز سره وکتل.

ښاغلی کېري په سیمه کې د ترورزم سره د گډې مبارزې لپاره د افغانستان او پاکستان د نویو اړیکو او همکاریو هرکلی وکړ "مونږ د افغانستان او پاکستان د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د لیدنو کتنو په اړه خورا خوشحاله یو."

هغه د افغانستان سره د امریکا راتلونکو همکاریو ته په اشارې وویل "زه غواړم واضح ووایم چې په افغانستان کې د امریکا رول بدلیږي، خو ختمیږي نه!"

هغه زیاته کړه چې امریکا د افغانستان او سیمې سره بوخته ده چې په ترڅ کې به یې د افغان پوځ روزنې ته "پداسې حال کې چې افغانان د خپل هیواد ساتنه پخپله کوي" دوام ورکړي.

ښاغلي کېري وویل، "مونږ به د پاکستاني مشرانو سره هم په افغانستان کې د وروستیو پرمختگونو په تړاو خپلو سلا مشورو ته دوام ورکړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان او هند ترمنځ د پولې د امنیتي حالاتو د څرنگوالی په اړه هم اندېښنه څرگنده کړه او ویې ویل چې د کنټرول د کرښې په اوږدو کې د گڼ شمیر پېښو له کبله اندېښمن دی. هغه په دې ټینگار وکړ چې دا د ټولو په گټه ده چې دغه ډول مخالفتونو ته د حل یوه سوله ییزه لاره وموندل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کري، د صدراعظم نواز شریف سره د تروریزم سره پر مبارزې خبر ې وکړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کري، د صدراعظم نواز شریف سره د تروریزم سره پر مبارزې خبر ې وکړې

پاکستان د تیر جون راهیسي په شمالي وزیرستان کې د ترهگرو شبکو د له منځه وړلو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي. ښاغلی کېري د دې عملیاتو د ستایلو په ترڅ کې وویل "د پاکستاني او افغان طالبانو په شان ترهگرې ډلې، د حقاني شبکه، لشکر طیبه او نورې ډلې نه یوازې پاکستان او گاونډیو هیوادونو ته بلکې متحده ایالتونو او نړۍ ته هم خطر پېښوي."

هغه د عملیاتو پایلې هم گټورې او اغیزمنې وبللې خو دا خبرداری یې ورکړ چې د ترهگرو د ختمولو گران کار لا پر ځای پاتې دی.

هغه زیاته کړه، "مونږ ټول مسولیت لرو چې پدې ځان ډاډه کړو چې دا تندلارې ډلې پدې هیواد او یا هم بل ځای کې د پښو د ایښودلو ځای ونلري."

سرتاج عزیز د خپل غبرگون په ترڅ کې افغانستان ته ډاډ ورکړ چې د پاکستان د خاوری څخه به په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو د ترسره کیدو دپاره اجازه ورنکړي.

هغه وویل "که د حقاني شبکې ته راشو، جړلې یې په بشپړه توگه له منځه وړل شوي. د افغانستان سره زمونږ دا ژمنه به چې وایو زمونږ له خاورې څخه به د هیڅ بل هیواد په ضد کار وانه خیستل شي ، ناممکنه وای که مونږ دا عملیات نه وای کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان په قبایلي سیمو کې د هغو سللگونو زرو مهاجرینو سره د کمک په موخه چې له جنگونو څخه تېښتې ته اړ شوي دي، د پخوانۍ ژمنې سره سم د دوه سوه پنځوس ملیون ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

جان کېري به ددې اونۍ په پاې کې فرانسې ته سفر وکړي څو د تیرې اونۍ د تروریستی پېښې نه وروسته د فرانسې خلکو سره خپل ملاتړ او یوالی څرگند کړي.

د فرانسې نه وروسته به ښاغلی کېري ژنیو ته سفر وکړی تر څو د چهار شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف سره د هغه هیواد د اتمی پروگرام په اړه خبرې وکړي.

د ژنیو څخه به د امریکا تر ټولو لوړ رتبه دیپلومات، جان کېري د بلغاریا له مشرانو سره په هغه هیواد کې د امنیتي همکاریو او دوه اړخیزو تجارتی اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG