د څلورو تنو مړي چي بدنونه یې د توپکو په مرمیو سوري سوري وو، د پاکستان په شمال لویدځه سرحدي سیمه کي چي دافغانستان سره سرحد لري، پیدا شويدي.
پاکستاني چارواکو نن د شنبې په ورځ وویل چي دغه مړي د شمالي وزیرستان د|
( کراک ) په ښارګوټي کي د یوه سړک په اوږدو کي پیدا شول.
چارواکو وویل چي ددغو مړو سره یو لیک پروت و او په کي خبر داری ورکړه سوی دی چي هر څوک چي د امریکا لپاره جاسوسي کوي نو همدا حال به یې وي.
شمالي وزیرستان د القاعدې او پاکستاني طالبانو کلک مورچل دی چي هغوي د همدې ځای نه په افغانستان کي د امریکا په مشري د ناتو په قواو باندي حملې کوي.
امریکا هم په دې سیمه کي په یاغي طالبانو باندي د بې پیلوټه الوتکو حملې زیاتي کړي دي.
له بلي خوا د خیبر په قبایلي سیمه کي د موټر بم په چاودنه کي د موټرو درې سپرلۍ او دوه تنه لارویان وژل شوي دي.
محلي چارواکي وایي چي دا چاودنه نن د شنبې په ورځ شوې ده.