د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې ۱۱ شعیه ګان وژل شویدي


په پاکستان کې ۱۱ شعیه ګان وژل شویدي
په پاکستان کې ۱۱ شعیه ګان وژل شویدي

د پاکستان په جنوب لویدیځ کي پولیس وایي چي وسله والو کسانو نن د شنبې په ورځ په یوه کوچني بس موټر باندي ډزي وکړې، ١١ تنه شیعه مسلمانان یې ووژل چي یوه ښځه هم په کي شامله وه.

چارواکو وویل چي دا پېښه د کوټي په ښار کي شوې ده او په هغې کي لږتر لږه دوه کسه زخمي شوي هم دي.

په سلګونو خلکو چي ددې حملې له کبله په قهر شوي د کوټی د ښار نه دباندي د یوه روغتون مخي ته مظاهره وکړه. پولیس وایي چي مظاهره چیانو دوه موټر او دوه موټرسایکلونه وسوځول. پولیسو دا هم وویل چي دوي وروسته حالات کنټرول کړي دي.

په پاکستان کی د فرقه ایزو نښتو تاریخ موجود دی. که څه هم چي ډیر سني او شیعه مسلمانان څنګ تر څنګ یوله بل سره په سوله کي ژوند کوي، مګر ددواړو خواو نه وړې وړې ډلي اکثره یو په بل باندي حملې کوي.

XS
SM
MD
LG