د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د توغندیو په حملې کې وژل شویو کسانو ته پیسې ورکوي


پاکستان د توغندیو په حملې کې وژل شویو کسانو ته پیسې ورکوي
پاکستان د توغندیو په حملې کې وژل شویو کسانو ته پیسې ورکوي

د پاکستان حکوت دېته ځان تیاروي چي د هغو ٣٩ تنو کورنیو ته عوضي پیسې ورکړي چي د امریکا د توغوندیو په مشکوکه حمله کي وژل سوي دي.

د پاکستان یوه مامور نن د شنبې په ورځ وویل چي هري کورنۍ ته به ٣٥٣٠ ډالره ورکړه شي او هغوي ته به چي په دې حمله کي زخمي شوي دي هم یوه اندازه پیسې ورکړه سي .

دا حمله د مارچ د رواني میاشتي په ١٧ مه د شمالي وزیرستان د ( دته خیلو) په سیمه کي شوې وه.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز ( جنرال اشفاق پرویز کیاني ) دا حمله وغندله او ویې ویل چي په هغې کي د انسانانو د ژوند هیڅ پروا نه ده شوې. هغه وویل چي د توغوندیو دا حمله د قبایلي مشرانو په یوې سوله ایزي غونډې باندي وشوه.

د امریکا چارواکو او د پاکستان د استخباراتو منابعو ویلي وو چي وژل شوي کسان یاغیان وو.

XS
SM
MD
LG