د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستان نه غواړي چې په شمالي وزیرستان کې دې عملیات وکړي


امریکا د پاکستان نه غواړي چې په شمالي وزیرستان کې دې عملیات وکړي
امریکا د پاکستان نه غواړي چې په شمالي وزیرستان کې دې عملیات وکړي

امریکا د پاکستان د پوځ نه غواړي چې په شمالي وزیرستان کې دې په هغو یاغیانو باندې حملې وکړي چې په افغانستان کې د امریکا او د ناټو په عسکرو باندې مرګاني بریدونه کوي.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې رئیس، د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولن شمالي وزیرستان د ترهګرۍ مرکز بولي.

شمالي وزیرستان چې د افغانستان پولې ته نږدې پرته سیمه ده، زیات شمیر جهادي ډلې پکې د پټیدو خوندي ځایونه لري. القاعده، افغاني او پاکستاني طالبان او د یاغیانو تر ټولوخونړۍ ډله، د حقاني شبکه هم په همدغې سیمې کې مرکزونه لري.

پاکستاني چارواکي وايي په شمالي وزیرستان کې به د په پوځي عملیاتو کې بیړه ونکړي. خو د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان استازی کامران خان په سیمې کې د حالاتو په اړه داسې وایي.

" په شمالي وزیرستان کې وضع سمه نده ځکه چې هره ورځ هلته د ټوپکو حملې کیږي، خلک تښتول کیږي او مشخص کسان وژل کیږي. "

کامران خان وایي اټکل کیږي چې په شمالي وزیرستان کې به د پنځو زرو نه نیولې تر شپږ زرو بهرني جنګیالي موجود وي. قومي مشران وایي شمالي وزیرستان ته عرب، ازبک، تاجک او د چیچنیا نه جنګیالي پدې خاطر راغلي دي چې په افغانستان کې د ناټو د قواوو په خلاف جګړه وکړي.

پاکستان ویلي دي چې په شمالي وزیرستان باندې په پوځي عملیاتو باندې غور کوي خو د هغې نه وړاندې پکار ده چې ټولې قبایلي سیمې خوندې شي. او پوځ ویلي دي چې دا کار به ممکن شپږ میاشتې وخت ونیسي. ډګر جنرال آصف یاسین چې په سیمې کې د پاکستان د پوځ تر ټولو ستر قوماندان دی پدې اړه داسې وایي.

" مونږ ته پکار ده چې په ټولې سیمې کې امنیت او ثبات برقرار کړو. زما تر قوماندې لاندې سیمه زیاته پراخه ده نو په همدې خاطر مونږ باید چې په نورو سیمو کې امنیت راولو او وروسته به د شمالي وزیرستان ستونزې ته مخه کړو. "

د جنوبي آسیا د هیوادونو د چارو سیاسي کارپوه کامران بخاري وایي چې په شمالي وزیرستان کې د امریکا او پاکستان ګټې سره جلا دي. دی وایي د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتو د ادارې او نورو امنیتي کړیو سره نږدې ملګرتیا لري او پاکستان پدې نظر دی که چیرته د ناټو قواوې د افغانستان نه واوځي نو د حقاني شبکې په مټ به هلته خپل نفوذ وساتلی شي.

"سره لدې چې د حقاني شبکه د پاکستان طالبانو او د القاعده د شبکې سره اړیکې لري خو دغه ډله د پاکستان پر ضد جګړه نکوي."

د حقاني شبکه وایي چې اصلي جګړه په افغانستان کې ده او همالته یې خپل پام متمرز کړیدی. بخاري وایي چې د حقاني شبکه اوس مهال د پاکستان لپاره کوم خطر دی.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG