د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: خبرو ته د طالبانو حاضرول یوازې زمونږ کار ندی


پاکستان په څلور اړخیزه غونډه کې ژمنه کړې وه چې د هغو طالبانو په خلاف به اقدام کوي چې سوله نکوي
پاکستان په څلور اړخیزه غونډه کې ژمنه کړې وه چې د هغو طالبانو په خلاف به اقدام کوي چې سوله نکوي

د پاکستان د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وایي هیله مند دی چې ې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ به د سولې خبرې ژر پیل شي.ښاغلي عزیز د جمهور رېیس غني د وروستیو څرګندونو برعکس، وایي هڅه کوي طالبان خبرو ته حاضر شي.

جمهور رئیس اشرف غني په کابل کې د ملي امنیت په ریاست د برید نه وروسته د پارلیمان غړیو ته په وینا کې ویلي و چې " نور د پاکستان نه دا توقع نلري چې طالبان به خبرو ته حاضر کړي. " د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند نفیس ذکریا بیا وایي چې " پاکستان هر ډول ترویزم غندي" او زیاتوي چې افغانستان امنیت د پاکستان امنیت دی.

ښاغلی پاکستاني مطبوعاتو ته ویلي دي چې " د افغانستان د سولې په هکله څلوراړخیزه غونډې ددې لپاره جوړې شوې وې چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په برخې کې په ګډه همکاري وکړي. " ذکریا وایي " دا یوازې د پاکستان مسؤلیت ندی چې طالبان خبرو ته حاضر کړي. "

د افغانستان حکومت وایي پاکستان په څلور اړخیزه غونډه کې دا ژمنه کړې وه چې د هغو طالبانو په خلاف به اقدام کوي چې د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي او جګړې ته زړه ښه کوي او زیاتوي چې " پاکستان دغه کار ونکړ"

خو د ملي امنیت او بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د مشال رادیو سره په مرکه کې ویلي دي چې " پدې اړه بايد د مذاکراتو لپاره له څلور اړخيزې کمېتې، افغانستان، پاکستان، امريکا او چين تر سلا مشورو وورسته ګامونه واخيستل شي. "

بل پلو د طالبانو یوه مذاکره کوونکې ډله په قطر کې د خپل سیاسي دفتر په استازیتوب پاکستان ته رسیدلې او په اسلام اباد کې یې د مقاماتو سره کتلي دي.

د طالبانو د دری کسیزه پلاوي سفر هدف د هغو هڅو برخه ده چې پاکستان په ډیر احتیاط غواړي د أفغانستان د سولې او بیا پخلاینې خبرې بیا پیلی کړي.

اسلام اباد ته د طالبانو په پلاوي کې شهاب الدین دلاور، جان محمد مدني او ملا عباس اخند شامل دي، خو د امریکا غږ سره په تماس کې د طالبانو ویاند وویل هغه پدې نه و خبر چې د هغوئ کوم پلاوی پاکستان ته سفر لري.

XS
SM
MD
LG