د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: که افغانستان وغواړي مونږ پر طالبانو فشار راوستلای شو


پاکستان: که افغانستان وغواړي مونږ پر طالبانو فشار راوستلای شو
پاکستان: که افغانستان وغواړي مونږ پر طالبانو فشار راوستلای شو

پاکستان وايي دې ته لېوال دی چې افغان ېاغیانو باندي فشار راولي چې د سولې خبرو ته کښيني که چېري د افغانستان حکومت دا خواهش وکړي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزېرې حنا رباني کهر په اسلام اباد کې خبرېالانو ته نن د پنجشنبی په ورځ ووېل " موږ دېته لېوال ېوو چې هرهغه کار وکړ و چې افغانان ېې غواړي او ېاېې توقع کوي". حناربانی کهر داخبری وروسته له هغه نه وکړلې چې دافغانستان له ېوه ورځني سفر نه را ستنه شوله.

هغی په دغه سفرکې د افغانستان له جمهوررئېس حآمد کرزی سره ملاقات وکړ او د سولی د خبرو په برخه کې ېې د پاکستان دملاتړ وعده ېې وکړله.

پاکستان ته د افغانستان په خبرو کې د ېوه مهم طرف په توگه کتل کېږي ځکه چې له طالبانو سره ډېرې پخوانۍ اړېکې لري. گومان کېږي چې د طالبانو ډېر مشران په پاکستان کې دېره دي.

په عین حال کې پاکستان وايي د افغانستان لپاره کومه پټه اجنډا نلري او هغه رپوټ ېې رد کړ چې په دې نږدې وخت کې د ناټو د محرم رپوټ په توگه برالاشوی و.

په دغه رپوټ کې پر پاکستان باندې تور لگول شوې دی چې په پټه د طالبانو ملاتړ کوي. په رپوټ کې ادعا شوې ده چې طالبانو په افغانستان کې دناټو پر عسکرو باندې د پاکستان د پوځ او استخباراتو د ادارې « ISI » په مرسته برېدونه کوي.

د چارشنبی په ورځ د پاکستان د بهرنېو چارو وزېرې حینا رباني کهردا رپوټ بابېزه خبري وبللې او وې وېل چې د دې هېواد په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي ځکه چې په افغانستان کې روانې شخړې د پاکستان د موجودیت لپاره خطر دی.

د حنارباني کهر له خبرو نه وروسته د افغانستان جمهوررئېس حآمد کرزی وویل چې کابل د پاکستان د نقش په اهمېت باندي چې د افغانستان د سولې په بهېر کې ېې لرلی شي ، پوهېږي.

دا تازه رېپوټ په داسې وخت کې برالا شو چې دپاکستان د بهرنېو چارو وزېره حېنا رباني کهر، د جمهور رېس حامد کرزي او د افغانستان دحکومت د مامورانو سره دخبرو لپاره دېوې ورځی سفر په ترڅ کې پرون کابل ته تللی وه.

دپاکستان او او افغانستان اړېکې ډېرې خړې پړې دي، دواړو هېوادونه ېو پر بل باندې په خپلو کورنیو چارو کې د لاس وهنې او د تشدد اور ته د لمن وهلو تورونه لگولي .

رپوټ وايي چې دواړه ملکونه په سعودي عربستان کې د طالبانو سره د سولې د خبرو دشروع کولو لپاره مذاکرات کوي.دا خبرې به د هغو خبرو نه جلا وي چې په قطر کې د طالبانو د استازو او امرېکاېې مامورانو ترمنځ روانې دي.

له بل پلوه ، طالبانو څو ځلې په ډاگه دا خبره کړې ده چې د ښاغلي کرزي د حکومت سره به هېڅکله خبرې ونه کړي. طالبان واېې چې د افغانستان موجوده حکومت د خارجیانو گوډاګی او لاس پوڅی دی.

د AP خبري اژانس واېې څو ورځې کېږي چې داسې اوازې خپرې دي چې د جمهور رېس حامد کرزي حکومت کوښښ کوي چې په سعودي عربستان کې د طالبانو سره په مستقېمه توگه خبرې وکړي، تر څو داسې ښکاره نه شي چې یواځې امرېکایان په افغانستان کې د سولې د خبرو سرپرستي کوي.

XS
SM
MD
LG