د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: افغانستان نه د توپونو ډزو پاکستاني پوځیان ووژل


پاکستان: افغانستان نه د توپونو ډزو پاکستاني پوځیان ووژل
پاکستان: افغانستان نه د توپونو ډزو پاکستاني پوځیان ووژل

د سه شنبی په ورځ د افغانستان له خوانه د توپون په ډزو کې د پاکستان څلور تنه عسکر په جنوبی وزېرېستان کې ووژل شول.

د افغانستان چارواکیو سمدلاسه په دې رپوټ باندی تبصره نده کړی. دا وروستی پېښه د جنوبی وزیرستان د انګورو په اډه کې وشوه. ځاېې امنېتی قواوی وايی چې لږ تر لږه دوه محلی ملېشی وژل شوېدی.

پاکستان وایي، ګمان کیږی چې یو شمېر افراطیان له افغانستان نه د دوی خاورې ته را اوړي او په دې وروستیو وختو کې یې څه دپاسه ۵۵ عسکر وژلي دي.

افغانستان په پاکستان تور لګوي چې په قصدي توګه یې په دغه هیواد باندې د سلګونو توغندیو ډزې کړیدي او لږترلږه ۳۶ ملکیان یې پکې وژلي دي.

دواړه خواوې دغه تورونه ردوي.

پاکستاني ماموران وایي، جمهوررئیس اصف علی زرداری نن دسه شنبی په ورځ کابل په کابل کې دافغانستان د جمهورریيس حامدکرزي سره خبری وکړې.

ښاغلې زرداري د نورو خبرو ترڅنګ د افغانستان جمهوررئیس ته د هغه د ورور احمد ولي کرزي د وژل کیدو په باره کې خواخوږی څرګنده کړه.

بلوچستان: ټوپک والاو ۸ د امریکايي موسسې کارکوونکي تښتولي

چارواکي وايي چې د امریکا د مهاجرو د کمیټې درې تنه کارکوونکو نن په بلوچستان کې د افغان مهاجرینو په یوه کمپ کې مرستې وېشلې چې وتښتول شول.

د بلوچستان ایالت د اسلامي افراطیت او ځايي بغاوت سره مخ دی.

پر دې سر بېره پکې فرقه يي تشدد د اکثریت سنیانو او شېعه اقلیت ترمنځ موجود دی.

په شمال غربي پاکستان کې پوځ وايي ۸ افراطیان او یو عسکر وژل شویدي. دا نښته د کورمی ایجنسۍ په قبایلي علاقه کې وشوه. پاکستان په دغه سیمه کې په دې نږدي وخت کې عملیات پیل کړیدی.

په جنوبي وزیرستان کې په قبایلي علاقه کې د طالبانو یو موټر د سړک د غاړې په بم ور برابر شو او ۵ تنه یاغیان د جنوبي وزیرستان په قبایلي علاقه کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG