د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې چارواکي وايي، په دغه سیمه کې سیلابونو له شپیتو نه زیات کسان وژلي دي.
د افغان او ناتو قواوو ویلي دي چې دوی د هلی کوپټرو په وسطه خلک له سیلاب ځپلو سیمو نه راباسي او همدارنگه هغو خلکو ته چې د ننگرها او کنړ په ولایتونو کې سخت ځپل شويدي ، بشري مرستې رسوي.
د سرحد نه هاخوا د پاکستان د خیبر پښتونخوا خلک د حکومت د عکس العمل نه چې د سیلابونو په مقابل کې یې ښودلی، شکایت لري.
په دې خطرناکو سیلابونو کې تراوسه پورې د زرو نه زیات کسان مړه شويدي.
پاکستاني مقاماتو منلې ده چې د سختو کوښښونو سره سره بیا هم دوی نه دي توانیدلي چې هغو په زرگونو کلیوالو ته ځانونه ورسوي چې سیلابونو له کبله زیانمن شوي دي.
د خیبر پښتونخوا ایالت د حوادثو د تنظیم د ادارې یو مامور اسوشیتد پرس ته ویلي دي چې د هوايي څارنې د نتایجو نه داسې معلومیږي چې بې حده زیانونه رسیدلي دي.
مامورین وايي دوی ددې نه ویره لري چې په مصیبت ځپلو سیموکې د نس ناستي او کولرا ساري ناروغۍ خپرې نه شي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس خبرداری ورکړ چې د سیلابونو تلفات کیدای شي ډیر زیات شي ځکه د تباهۍ اندازه ډیره زیاته ده.
ده وویل چې پوځ نولس زره خلک چې د خپلو کورونو په بامونو کې بند پاتې وو، خوندي ځایونو ته رسولي دي.