د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کابل کې د دیپلماتانو د امنیت ډاډ واخیست


ښاغلي عزیز ویلي چې افغان چارواکو اسلام آباد ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به د ټولو پاکستاني ديپلماتانو خوندیتوب تامینوي.
ښاغلي عزیز ویلي چې افغان چارواکو اسلام آباد ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به د ټولو پاکستاني ديپلماتانو خوندیتوب تامینوي.

د پاکستان د صدراعظم د ملي امینت سلاکار سرتاج عزیز د سه شنبې په ورځ وویل چې په کابل کې د پاکستان د سفارت امنیتي تدابير نور هم ټینګ شوي دي.

ښاغلي عزیز ویلي چې افغان چارواکو اسلام آباد ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به د ټولو پاکستاني ديپلماتانو خوندیتوب تامینوي.

تیره اوونۍ اسلام آباد په کابل کې د خپلو ديپلماتانو د امنیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه. د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاند ویلي وه چې په کابل کې ځیني دیپلماتان د امنیتي ګواښونو له کبله د سفارت په ودانۍ کې استوګن شوي وه.

پاکستاني دیپلماتانو ته د ګواښ سرچینه – ډله یا افراد – نده څرګنده خو په کابل کې د تیرې میاشتې له ترهګریزو بریدونو وروسته، افغان چارواکو پاکستان ته د ملامتۍ ګوتې ونیولې.

د ملامتۍ لوبه

ښاغلي عزیز چې په اسلام آباد کې یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل چې پاکستان او افغانستان دغه راز موافقه کړې ده چې پر یو بل باندې د "ملامتیا اچولو لوبې" ته د پای ټکی کیږدي. ده وویل چې دواړه حکومتونه به د دوه اړخیز باور د بیا راژوندي کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

افغان چارواکو تر دې دمه له پاکستان سره د اړیکو د بیا ښه کیدلو په اړه څه ندي ویلي.

که څه هم اسلام آباد ویلي چمتو دی چې له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو دوهم پړاو سمبال کړي خو د افغانستان د حکومت د اجرايي مشر دفتر ویلي چې د پاکستان پر منځګړیتوب باور نلري.

XS
SM
MD
LG