د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي له افغانستان سره د تروریزم ضد میکانیزم جوړوي


سرتاج عزیز وايي د میکانیزم په اړه به نورې خبرې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کوي
سرتاج عزیز وايي د میکانیزم په اړه به نورې خبرې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کوي

پاکستان وايي له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد د ګډ میکانیزم په جوړولو کار کوي چې ښايي بلې اونۍ کې پرې موافقه وشي.

دپاکستان د صدراعظم نواز شریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز خبریالانو ته وویل چې په دې اړه به نورې خبرې په اسلام اباد کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره کوي.

نوموړي وویل صلاح الدین رباني منلې چې له ځینو نورو افغان چارواکو سره یو ځای را روانه اونۍ د اقتصادي همکاریو په سیمه ییز کنفرانس کې ګډون کوي.

سرتاج عزیز وایي دواړه هېوادونه ترهګري خپل مشترک دښمن بولي او موافقه یې کړې چې په دې برخه کې ګډ کار کول مهم دي.

هغه وايي "همدغه هدف ته د رسېدو لپاره مو د یو ګډ میکانیزم په رغولو خبرې کړي چې په کې د لوړې کچې پوځي، استخباراتي، سیاسي او بهرنیو اړیکو اړوند مسایل شامل دي. موږ وار د مخه هغوی – افغانستان- ته خپل وړاندیز استولی او که یې ومانه، هیله مند یم چې په همدغه کنفرانس کې به نهايي شي".

ښاغلی عزیز داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خرابې شوي دي. تېره اونۍ د پاکستان د سند د شهباز قلندر په زیارت کې ځانمرګی برید وشو او لسګونه کسان په کې ووژل شول.

پاکستان ادعا لري چې د برید تنظیمونکي اورپکي په افغانستان کې دي. اسلام اباد وايي د ۷۶ افرادو نومونه یې کابل ته سپارلي چې باید پر ضد یې اقدامات وشي.

خو، افغانستان یې په بدل کې پاکستان ته د هغو ۳۲ ترهګریزو مرکزونو او د اورپکو د ۸۵ مشرانو یو لست وسپاره چې د افغان چارواکو په وینا په پاکستان کې د افغانستان پر ضد ترهګریز فعالیتونه کوي.

دواړه هېوادونو پر یو بل د یو بل ضد تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG