د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغان استخباراتي مامورینو د نیولو ادعا کړې


د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ د مخنيوي چارواکو ادعا کړې چې په پېښور کې يي د لټون په وخت دوه افغان جاسوسان نيولي دي چې د هغوی په وینا پاکستاني جعلي شناختي کارتونه ورسره وو. پاکستاني چارواکي وايي، دغو دواړو افغانانو بهرنیو جاسوسي ادارو ته کار کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د پاکستان دا ډول دعاوي ردوي.

ښاغلي صدیقي د امریکا غږ ته وویل چې افغان قواوی یواځې د افغانستان دننه فعالیت کوي او افغانستان په خپلو گاونډیو هیوادونو کې سوله او ثبات غواړي.

د پاکستاني مقاماتو په وینا د نيول شويو کسانو نه پلټنې روانې دي او د ترهګرۍ د مخ نيوي چارواکو ادعا کړې ده چې ددغو کسانو نه یې مهم معلومات هم ترلاسه کړي دي.

د بلوچستان د کورنو چارو صوبايي وزير سرفراز بګټي هم تیره ورځ په يو خبري کنفرانس کې د شپږ نورو افغان استخباراتي مامورینو د نيولو ادعا کړې وه.

هغه خبريالانو ته د نيول شويو کسانو په اړه ويډيوي شواهد وړاندې کړل او ویې ویل چې دغو کسانو د افغان استخباراتي ادارې NDS او د هند د استخباراتي ادارې RAW په مرسته په بلوچستان کې ترهګریز اعمال ترسره کول.

ښاغلي بګټي دا هم ویلي چې دغه کسان په پاکستان کې د افغان مهاجرينو په کمپونو کې فعالیت کوي او په دې هېواد کې بد امني خوروي.

هغه ګواښ کړی چې ټول افغان مهاجرين دې د پاکستان نه وايستل شي چې د ده په وينا د ترهګرۍ بنيادي علت له منځه لاړ شي.

د پاکستان د چارو څيړونکې وایي د پاکستان له لورې دا ډول تورونه د دوی په خاوره کې د افغان طالبانو د مشر ملا منصور د وژل کېدو غبرګون دی. دوی دا هم وایي، هر کله چې پاکستان د داسې ملامتيا سره مخ شي نو پړه په ګاونډي هيوادونو اچوي.

XS
SM
MD
LG